کابل ټکی کام ۲۱چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تخار ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې د دوو نا مسئولو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه شوې ده، چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي، او ۴ ټپیان دي.
یو شمېر خبري رسنیو ته د ینګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي دي، چې تېره شپه یوه سیمه ییز قومندان ملک تاتار د بل سیمه ییز قومندان غفور پر قرارګاه برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د قومندان غفور دوه وسله وال ووژل شول، او يو بل یې ټپي شو.
د ینګي کلا د اوسېدونکو له خولې چې د ملک تاتار له لورې پر یوه کور هاوان مرمۍ ولګېده، چې دوه ښځې او یو ماشوم یې ټپیان کړل.
د تخار ولایت اوسېدونکي زیاتوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د نا مسئولو وسله والو فعالیتونه زیات شوي دي، چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې له خرابوالي سره مخ کړی دی.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور هم د دغې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې په دغه نښته کې یو وسله وال وژل شوی دی، او درې نور ټپیان دي.
ښاغلي تیمور ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
دغو نا مسئولو وسله والو تراوسه پورې د نښتې په اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د نښتې لامل څرګند دی.


















