پاڼې پاڼې شباب/بلېنډه بدرۍ

کابل ټکی کام ۲۱چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: بلېنډه بدرۍ

ځوانۍ آه څه ځوانۍ شوې انقلاب کې پاڼې پاڼې
دچا شوې په ثواب د چا عذاب کې پاڼې پاڼې

ښکاریږي دې قاتل لکه چې بیا کوم مین وړی
ګلونه مې ترسترګو شول سیلاب کې پاڼې پاڼې

ګلونه هم ته وا لکه زمونږ د وطن ژڼي
خزانه له تا مخکي شي شباب کې پاڼې پاڼې

مطرب چې په غزل کې د بدرۍ نامه تر غوږ شوه
راپریوتې ترې اوښکې په رباب کې پاڼې پاڼې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button