کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر اشټون کارټر نن په یوه نا څاپي سفر کابل ته را ورسېدو.
کابل ته د کارټر سفر وروسته له هغې کیږي، چې واشنګټن او ناټو د افغان حکومت د حمایت لپاره د دوی سره تعهد تازه کړی.
ویل کیږي، چې کارټر به په دغه سفر کې له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او له نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
اشټون کارټر کابل ته له راتلو مخکې د دوشنبې په ورځ په عراق کې وو.
کارټر کابل ته په رارسېدو سره په بګرام هوایي ډګر کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره لیده کاته کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل، چې کارټر به له عبدالله حبیبي سره هم وګوري، او د افغانستان پر امنیت به ورسره خبرې وکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې کارټر به د ولسمشر غني سره له لیدو وروسته یوې خبري غونډې ته وینا وکړي، او د خپل سفر په اړه به معلومات ورکړي.
کابل ته د کارټر دغه سفر په داسې حال کې کیږي، چې امریکایي ولسمشر اوباما د افغان ځواکونو د حمایت په موخه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تمدید کړ.
د یادولو ده، امریکایي ولسمشر په دې وروستیو کې وویل، چې د یو شمېر امریکایي چارواکو په مشوره، په افغانستان کې تر راتلونکي میلادي کاله پورې به ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري پاتې شي.


















