لوې درستیز طالبان تسلیموي اوکه طالبانوته تسلیمیږي ؟

سرلیکنه

تیره ورځ  دهېواد لوی درستیز جنرال قدم شاه د ۲۰۹ شاهین قول  اردو د نوي قوماندان  د معرفي کولو په غونډه کې  امنیتي ځواکونو ته  په  خپله  ویناکې  وویل:

دهېواد په کچه چې د څه وخت راهیسې جګړې روانې دې امنیتي پوځونه پر وسله والو طالبانو برلاسي ښکاري او ورځ په ورځ دامنیتي پوځونو برلاسی  دزیاتیدو په لور روان دی.

جنرال قدم شاه په خپله ویناکې داهم وویل :

طالبان دامنيتي ځواکونو په وړاندې دجګړې او مقاومت توان نه لري او په زياترو ولايتونو کې يې خپل سنګرونه له لاسه ورکړې دي

لوې درستیز امنیتي پوځونو ته وویل که چيرې طالبان له جګړې څخه لاس وانه خلي، او دسولې له بهير سره يوځاى نه شي، خپلې وسلې په مځکه کښينږدي تسلیم نه شي  له منځه به ولاړشي.

دقدم شاه وینا ته که په غورسره وګورو داسې ښکاري چې ترامریکا یې هم هوايي او مځکنی قوت زیات دی ځکه اوباما په افانستان کې دخپلوپوځونوشمیر د مهالویش سره سم کم نکړ وې ویل په افغانستان کې دطالبانو بریدونه ورځ په ورځ زیاتیږی اودافغانستان امنیت ته خطردی که اړتیاولیدل شوه نو نورپوځ به هم افغانستا ن ته ولیږو.

اوباما له طالبانو خطر احساسوي وايي دطالبانوله بریدونو افغانستان محفوظ نه دی اولوی درستیز طالبانوته د تسلیمدو اوپرمځکه دوسلودایښودواخطارورکوي.

نړیوال د طالبانو قوت ته قانع دي ټول هېواد وال دا احساسوي چې په هېواد کې ورځ په ورځ د طالبانوبریدونه زیاتیږي.

تیره میاشت د امریکا ۱۳پخوانیو دیپلوماتانو اوپوځي جنرالانو له اوباما وغوښتل چې په افغانستان کې پوځونه کم نه کړي چې دافغانستان امنیتي حالات ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دي خوقدم شا طالبانو ته دتسلیمدو ګواښونه کوي .

دلوې درستیزپه اخطار راته تیرکال د طالبانو لخوا د کندز د پوځې قوماندانانو ویناوي رایادې شوې دطالبانو لخوا دکندزدښار دنیولو ۱۸ ورځې د مخه د کندزامنیه قومندان او یوشمیرنورو قوماندانانو چې ځانونه ېې دفاع وزارت ته وفادار ښودل وې ویل ډیر ژربه د کندز د ښارچاپیره طالبان له منځه یوسو خو که طالبان امنیتي ځواکونوته تسلیم شي  دابه ورته غوره وي طالبانو چې د کندز پرښار د محاصرې کړۍ تنګه کړه طالبانو ته اخطار ورکوونکوڅه قوماندانانو د تیښتې لاره ونیوه او چې کندزطالبانو ونیوه پاتې  اخطارورکوونکي قوماندانان چې دتیښتې لار ېې نه وه طالبانوته تسلیم شول .

لوې درستیزد۲۰۹قول اردو د پاره نوی قوماندان جنرال کټوازی معرفي کړورته ېې دامنیت په اړه سپارښتنې وکړې ،طالبانوته ېې دجګړې څخه دلاس اخستلو، په مځکه دوسلوایښودو او دولت ته د تسلمیدواخطار ورکړ.

لوې درستیز په خپله ویناکې وویل  په شمال حوزه د فارياب ،جوزجان،کندز او بدخشان په ولايتونوکې مو طالبان ځپلي دي.

حال داچې د لوې درستیز لخوا یادوولایتونوکې د طالبانو بریدونه مخ په زیاتیدو دې دا به ورسته ثابته شي چې لوې درستیز به طالبان تسلیم کړي اوکه د یادو ولایاتود قوماندانانوسره یوځاې به طالبانوته تسلیم شي .

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button