کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: بلېنډه بدرۍ
یاد یې زما په زړه کې داسې ته وا خوار ناست وي ملنګ
جړ ویښته او وچې شونډې چې بیمار ناست وي ملنګ
څنګه شړنګ چې د بنګړو شي سترګې وګنډي په در
دا په طمه د خیرات، که د دیدار ناست وي ملنګ
حسنه ستا د لاسه نه شم تلی د ورځې تر زیارت
که د شپې ځمه نو هلته بیا بیدار ناست وي ملنګ
څوک له ټنډو اشرفۍ، ځینې د ورور نه والۍ ورکړي
دا په لاره د ګودر که پَّه بازار ناست وي ملنګ
سترګې ډکې له هیبته کړي راپورته او زر ښکته
زه هم خرپ د ښکالو ګونګ کړم ډیر خومار ناست وي ملنګ


















