کابل ټکی کام ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۵ احمدالله مهاجر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز د امریکا د کانګرس د تېرې ورځې هغې غونډې په اړه غبرګون ښودلی دی، چې دوی یې د «ترورېزم ملاتړي» وبلل.
د امریکا د کانګرس د تېرې ورځې غونډه کې چې د «پاکستان د امریکا دوست دی، که دښمن؟» تر نامه لاندې دایره کړې وه، چې په هغې کې د افغانستان او عراق لپاره د افغانستان پخوانی سفیر خلیل زاد، د لانګ وار ژورنا او د تریشیا بیکن مسئول مدیر بل روګیو او د امریکايي پوهنتون یوه استاد ګډون درلود، دوی ټولو په یوه نظر ګواهي ورکړه، ان تر دې چې روګیو له امریکا سره د پاکستان پر دښمنۍ تأید هم وکړ.
د کانګرس له دغې ناستې څخه وروسته د دغې ناستې رئیس هم تایید کړې وه، چې پاکستان له وسله والو ډلو سره ارتباط لري.
د کانګرس د دغې غونډې په اړه تېره ورځ د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز غبرګون ښودلی دی، چې د افغانستان او هند د تبلیغاتو له کبله د پاکستان په اړه امریکا اندېښمن شوی دی.
عزیز په یوه ټلویزیوني خبرو کې وویل، چې د اسلامي نړۍ مسئله (سوېلي اسیا او افغانستان) د پاکستان لپاره ارزښت لري.
نوموړي کانګرس په ناخبرۍ تورن کړ، او زیاته یې کړه، چې کانګرس دغه څرګندونې د ناخبرۍ او د بې اساسو معلوماتو د لرلو له کبله کړي دي، او اسلام اباد په دې هڅه کې دی، تر څو یې ځواب ووایي.
عزیز زیاته کړې ده، چې د امریکا پلاوی جان مک کین، پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې، په میران شاه کې د ترورېزم په وړاندې د پاکستان پر کامیابۍ حیران شوی وو، او د ترورېزم په وړاندې یې د پاکستان اقدامات وستایل.

















