کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت والي حیات الله حیات یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په دې وروستیو میاشتو کې یې، د امنیتي ځواکونو له تشکیلاتو څخه لږ تر لږه ۴۰۰ سرتیري باسلي دي.
د هلمند والي وویل، چې دغه سرتیري له پېژندلو وروسته د امنیتي ځواکونو له تشکیلاتو څخه جلا شوي دي.
ده وویل، چې ډېر ژر به د وسله والو د ختمونې په موخه، د خنجر ۱۳ عملیاتو دویم پړاو پیل کړي.
ښاغلي حیات وویل:
«مونږ کوښښ کوو، چې د پولیسو په تشکیلاتو کې تغیر راولو، او مونږ ته را برسېره شوه، چې د امنیتي ځواکونو په تشکیلاتو کې خیالي پولیس وجود لري، تراوسه پورې مو ۴۰۰ خیالي سرتیري د امنیتي ځواکونو له تشکیلاتو څخه باسلي دي.».
په ورته وخت کې د هلمند ولایت ولایتي شورا وايي، چې امنیتي ځواکونه باید د خنجر ۱۳ عملیاتو په دویم پړاو کې د طالبانو د ختمونې هڅه وکړي.