کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تازه خپرو شویو راپورونو پر اساس، د اسلامي جمعیت تنظیم پخوانی جهادي قومندان ښاغلي قطب الدین خستکي د طالبانو له مشرتابه شیخ صاحب هبة الله اخندزاده څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
خبر وايي، ښاغلی قطب الدین خستکي څو ورځې وړاندې وردوج ولسوالۍ ته تللی وو، او هلته یې د طالبانو د والي په لاس له شیخ صاحب هبة الله اخندزاده سره بیعت وکړ.
نوموړي نه یوازې له طالبانو څخه ملاتړ اعلان کړی دی، بلکې ویلي یې دي، چې خپل سلګونه تنه ملګري به د طالبانو په صف کې منظم کړي، او د افغان حکومت په وړاندې یې پر مبارزه ټینګار کړی دی.
ښاغلي قطب الدین ویلي دي، چې ټولې هغه وسلې به طالبانو ته سپاري، چې اختیار یې لري.
ښاغلی قطب الدین خستکي د اسلامي جمعیت تنظیم له پخواینو جهادي قومندانانو څخه دی، چې په سیمه کې پراخ نفوذ لري.
خستکي د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ اړوند د خستک سیمې اوسېدونکی دی، چې دا مهال په بهارک ولسوالۍ کې اوسېدلو.
د یادولو ده، طالبانو هم د ده ملاتړ تأیید کړی دی، او ویلي یې دی، چې خستکي وړاندې هم له دوی سره په پټه همکاري کوله، خو دا مهال یې له دوی څخه ښکاره ملاتړ اعلان کړ.


















