پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

نبیل صیب څومره دې تر لاسه کړې ؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 15, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شبیراحمدعثماني

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل پرون د پاکستان د استخباراتو اړوند شپږ کاپي مکتوبونه چې دی یې د یادې ادارې رسمي مکتوبونه بولي خبریالانو ته وښودل.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

دا کاپي مکتوبونه په انګلیسي ژبه لیکل شوي او دا سې محتوی لري چې ښیي د پاکستان استخبارات ( آی ایس آی ) تر خپل منځ د طالبانو د مشرانو د کورنیو، د بریدونو کولو په اړه سپارښتنې او خپلمنځي معلومات پکې تبادله شوي دي.

د تأمل خبره داده چې رحمت الله نبیل د واک او قدرت پروخت کله هم داسې اسناد ندي ښودلي او همیشه یې خبرې  د تورونو تر بریده وې. پکار خو دا وه چې هغه وخت یې په دولتي کچه دا اسناد راپورته کړي وای، په اړه یې لازم ګامونه پورته کړای شوي وای لکه څنګه چې پاکستان د استخباراتو رئیس او د پوځ لوی درستیز د پاکستان په پیښور ښار کې د پاکستاني طالبانو لخوا په  پوځي ښوونځي د برید وروسته سمدستي تر کابله راورسیدل او د برید اړوند ټول اسناد یې د ملي وحدت حکومت مشر، اجرائیه رئیس  پوځي او استخباراتي چارواکو ته په میز کیښودل او ورته ویې ویل چې دا برید دافغانستان په خاوره پلان شوي او له افغانستانه رهنمایي او قومانده شویدی. پاکستاني حکومت پدې اړه هیڅ ستسي او ناغیړي ونکړه بلکې مستقیا یې پر افغانستان تور ولګاوه او له افغانستانه یې وغوښتل چې پدې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

افغان حکومت ته هم پکار وه او دي چې پخپل وخت داسې اسناد  مقابل لوري ته په میز کښیږدي. چې تر اوسه یې دا کار په کره او دقیق ډول ندی کړی او نه یې کولی شي.

دا چې هر تور او الزام یوازې د تور او الزام تر بریده محدود وي هسې په مطبوعاتو کې د ژبې پر سر ګرځي هیڅ اهمیت نلري. د رحمت الله نبیل لخوا افشاء کړل شوي اسناد به یا د استخباراتو( ملي امنیت) له ارشیفه را کاپي کړل شوي، یا خو د مالي امتیازاتو په زور نوموړي پخپله جوړ کړي دي.

اوس څو لاندې ټکو ته متوجه کیږو تر څو معلومه شي چې دا اسناد تر کومه بریده ریښتیني دي؟!

۱- د استخباراتو د اصولو له مخې دا ډول کارونه ، هدایات او اوامر کله هم په لیکلي بڼه نه وي بلکې په شفوي ډول یو بل ته انتقالیږي. کوم څه چې په لیکلي بڼه یو بل ته استول کیږي  زمونږ د مالوماتو له مخې کوډونه او ځانګړي شفرونه لري چې په هیڅ ډول یې له اړوند ادارو او مسئولینو پرته بل څوک نشي معلومولی همدغه راز د استخباراتي کارکوونکو نومونه هم په مکتوبونو کې واضح لیکل مجاز ندي.

پاکستان چې په سیمه کې  په پوځي او سیاسي توګه یو مهم او مضبوط هیواد ګڼل کیږي، د استخباراتو په هکله یې ویل کیږي چې هر کارمند یې له ډیر غور، څیړنې او ډیرو ازموینو وروسته په کار ګومارل کیږي څنګه به داسې مکتوبونه ولیکي؟ دا هم ویل کیږي چې کوم کارمند یې چې ژور او مهم  اسرار او رازونه ورسره وي هیڅکله له دې ادارې نشې وتلی او که ځان وباسي نو ژوند یې مطلق له خطر سره مخامخ وي، چې دا خصوصیت تقریبا د نړۍ اکثره استخباراتي شبکې لري.

نو دا مکتوبونه رحمت الله نبیل څنګه پیدا کړل؟ که نبیل دا لیکونه د استخباراتو له ارشیف څخه کاپي کړي وي دا نو د افغانستان د ملي امنیت یوه بله نیمګړتیا او کمزوري ده چې ارشیف او اسرار یې هیڅکله خوند ندي. که د خپلې واکدارۍ پروخت یې کاپي کړي وي نو اوس چې نوموړی کوم مسئولیت نلري په کم حق دا څرګندونې کوي؟ دا اسناد ولې مسئول کسان نه افشاء کوي؟

پداسې حال کې به د ملي امنیت اداره څنګه وکولی شي چې د نني عصر پدې پرمختللي او علمي دور کې خپل کاروکوونکي قانع کړي چې ژوند او فعالیت یې په امن کې او خوندي دی؟؟؟ دا چې طالبان د افغانستان د استخباراتي شبکې کسان خپل سخت دښمنان ګڼي او د نیولو په صورت کې یې ژوند مطلق په خطر کې دی نو د دې ادارې کارکوونکي به څنګه ډاډه شي چې په ملي امنیت کې کار وکړي؟ آیا د ملي امنیت کارکوونکي به دا فکر نلري چې د ملي امنیت له دفتره بازار جوړ شوی له ارشیفه یې اسناد را ایستل کیږي نو دی او د ده کار او فعالیت به څنګه  پټ پاتې شي؟  زما په فکر کله به هم څوک داسې کار چې د سر په بیه ورته ختمیږي ونکړي.

اوس مالومه شوه چې رحمت الله نبیل پخپله ادعا کې ریښتینی ندی. بلکې نور یې هم د ملي امنیت شبکه بې ارزښته کړه.

راځو دیته چې طالبان تر کومه بریده د پاکستان د استخباراتو سره تړاو او اړیکي لري او پاکستان ترکومه پر دوی باندې اثر او نفوذ لري؟!

غیرجانبدارانه قضاوت به وکړو. د یو آزاد ارګان او اولس په توګه هرڅوک حق لري چې له هر چا سره د خپلو ملي او ایدلوژیکو ګټو پخاطر  تعلقات قایم کړي او خپل منافع خوندي وساتي. د طالبانو د تحریک له ظهور وړاندې طالبان د نن په څیر د هیچا تر اثر او نفوذ لاندې نه و او نه دي، پخپلو ټولو سیاسي ، پوځي او نورو چارو کې خپلواک او طراح دي، له پیل نه تر دې وخته یې پخپلو ملي ګټو او ایډیالوژیک مسلک له هیچا سره سودا نده کړي، وژل شوي نیول شوی او تعذیب شوي دي خو له خپل هدفه تیر شوي ندي.

دبیلګې په توګه: د امریکا او ناټو نه نن صبا په ټوله نړۍ کې څوک قوي ندي خو طالبان د افغانستان د ملي او اسلامي تاریخ، ګټو او مکلفیت له مخې د دغې ستر قوت په وړاندې لکه د پولادي غر په څیر ودریدل او یوه ملي قدر تنزل یې تر ننه ونه ښوده. نه په سیاسي ډګر کې له چا شاته شوي او نه په پوځي ډګر کې، دادی اوس یې په ټوله نړۍ کې خپل شتون ، قوت او بریالیتوب ثابت کړ.

همدا پاکستان چې د تروریزم په نوم د اسلام او مسلمانانو پرخلاف صلیبي جګړه کې د امریکا یو مهم متحد دی تر ننه امریکا وایي چې پاکستان پدې روانه جګړه کې زمونو د لومړي صف مهم ملګری دی، او پدې جریان کې پاکستان خپل پوځ او عام اولس هم قرباني کړیدی.

دطالبانو مشران او عام افراد د پاکستان په لاس نیول شوي او وژل شوي او طالبان یې د دغو شواهدو په اساس کله هم خپل دوست نه ګڼي او د غیر مستقیمي لارې یې پرخلاف په سنګر کې ناست دي.

دا چې پاکستان به طالبانو ته د بریدونو دستور او طرحې ورکوي د امکان نه لر ې خبره ده. خو دا چې د یو شمیر طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي دا هم کومه پټه خبره نده چې البته دا له نن څخه ندي بلکې له ۳۷ کلونو څخه هلته د ملیونونو نورو افغانانو په څیر میشت دي حتی د ملي وحدت حکومت د والیانو او وزیرانو کورونه هم په اسلام آباد ، راولپنډۍ او… کې استوګن دي کنه د لغمان له والي جبار نعیمي نه پوښتنه وکړئ!

ځینې طالبان که په قبائلي او نورو پښتون میشتو سیمو کې استوګنه لري د ملي وحدت حکومت او نورو پښتنوسیاستوالو د ادعاو سره سم دا د دوی حق دی پخپل وطن کې دي دا یو بې اثره تور او خبره ده .

باید ووایو چې د اسلام آباد حکومت د ترحم او تړاو له مخې د طالبانو کورنۍ ندي پریښي بلکې یو ستر خطر ورته متوجه دی چې د هغې خطر مخه نه امریکا نیولی شي او نه ناټو.

هر افغان طالب او دیني عالم د پاکستان په مختلفو مدرسو کې زده کړې کړیدي د سیمې دیني عالمان او طالبان یې استاذان او شاګردان دي داسې استاذان او شاګردان چې د افغان طالب په ننګ هیڅکله نشي تیریدلی، په ایډیالوژیک او قومي بڼه یو تر بله نه شلیدونکي اړیکي لري.

او دا په عمل کې ثابته شوي ده – کله چې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ همدا استاذان او شاګردان د سرونو په بیه له افغان طالب سره ودریدل پخپله ملا یې د باروتو کمربند تاو کړ او د افغان طالب سره اوږه پر اوږه د امریکا او ناټو پرخلاف ودریدل او ولاړ دي. پدې برخه کې یې نه د خپل هیواد او نه د پاکستان حکومت کومه پروا وساتله او نه د بل چا.

په غړیدلو سترګو مو ولیدل چې بیت الله مسعود ، حکیم الله مسعود او عبدالله مسعود د پاکستان په وړاندې د ژوند تر آخري سلګۍ وجنګیدل، حافظ ګل بهادراو ملا فضل الله اوس هم خپلې دې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکوي.

د خندا خبره خو داده چې رحمت الله نبیل د حافظ ګل بهادر په اړه هم یو مکتوب ښودلی چې پاکستاني استخبارات یې د استوګنې لپاره د پیښور حیات آباد ټاکي. حال دا چې حافظ ګل بهادر د خوست او پکتیکا ولایتونو سره په نږدې سیمو کې میشت او د پاکستان  پرخلاف بالفعل جګړه کوي، او د پاکستان پوځ یې د ضرب عضب په نوم لا هم عملیات کوي.

که پاکستان دا خطر نه احساس کولی چې هر افغان طالب په پاکستان کې لسګونه داسې متعلقین لري چې د افغان طالب په ننګ او ملاتړ د پاکستان پرخلاف بې خوفه تر خپلې ملا باروت تاووي نو نن به دا حال نه و- لا د وخته به یې د طالبانو کورنۍ د افغانستان په اصطلاح حکومت او امریکا ته لاس تړلي ورکړي وای. او پدې کې شک هم نشته چې د افغان طالبانو متعلقین پاکستان د اور په بټۍ بدلولی شي. که د لکونو متعلقینو له جملې یې یوازې پنځه سوه تنه سرتیري بریدونه وکړي څه فکر کوئ چې د پاکستان امنیتي، اقتصادي سیاسي….. وضعیت به په کوم ګراف کې قرار ولري؟؟؟همدا وجه ده چې د طالبانو یو شمیر کورنۍ په پاکستان کې پاتې دي کنه د طالبانو مطلق اکثریت پخپل هیواد کې پخپلو کورونو او یا آزادو سیمو کې ژوند کوي.

ښا دېته به راشو چې افغان حکومت تر کومه بریده پخپلو پریکړو کې خپلواک دی؟!

اول خو باید ووایو چې پر افغانستان د امریکایانو له پوځي یرغل وروسته چې طالبان له حکومتي ودانیو ووتل ، څوک خپلو کورونو او څوک غرونو ته لاړل، د شمالي ټلوالې وسلوال چې د امریکایي پلي قواوو دنده یې اجراء کړه کابل ته ننوتل او بیا امریکایانو د ملګرو ملتونو له لارې په بن کې سره راټول کړل، حامد کرزی یې ورته مشر وټاکه او دا پروسه له یوې لسیزې زیاته وغځیده چې وروستنی اداره یې د ملي وحدت د حکومت په نوم د جانکیري په لاس جوړه شوه، افغان حکومت ته هره طرحه او برنامه د امریکایانو لخوا ورکول کیږي حتی په مرکزي سطحه یې د استخباراتي او پوځي کمیسیونونو غونډو ته هم خپل جنرالان ور ټاکلي چې پدې غونډو کې مستقیا دستور ورکوي او افغان حکومت یې پلي کوي. له عسکره نیولي تر وزیره یې ټول معاشات، وسائل او تجهیزات امریکا او ناټو ورکوي، همدا څو ورځې وړاندې یې هم تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې ۵ ملیارده ډالر ورته منظور کړل نو پداسې حال کې د ملې وحدت حکومت چارواکي لا څوک دي چې خپلواک به واوسي؟؟؟

آیا په دوی کې هم د طالبانو په شان شهامت شته چې ورته ووایي : زه د الله امر منم او ستا دا نه منم، آیا په دوی کې هم د طالبانو په شان شهامت شته چې ورته ووایي پخپل وطن کې د بل هیچا حکومت نه منم، آیا په دوی کې هم د طالبانو په شان شهامت شته چې لوږه تنده، ستونزې ، زندانونه او شهادت قبول کړي خو د خپل هیواد آزادي، استقلال او سوچه اسلامي نظام څخه تیر نشي، آیا په دوی کې هم د طالبانو په شان شهامت شته چې د اسلام او افغانستان لپاره د ټولې نړۍ په وړاندې ودریږي ؟ نا نا نا، خو دا شهامت نلري، د څو پیسو لپاره د هیواد، ملي نوامیسو ایمان افغانیت اوهر څه نه تیریږي.

نو نبیل صیب اوس راته ووایه چې ستا په دې خبري کنفرانس دې له امریکا او ناټو څومره پیسې ترلاسه کړې؟

مخکینې مطلب

طالبان وایي، تخار کې یې ۱۰ پوستې نیولي

بل مطلب

د جمعیت پخواني جهادي قومندان (قطب الدین خستکي) د طالبانو له مشرتابه څخه ملاتړ اعلان کړ

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com