کابل ټکی کام ( جمعه ۲۴ سرطان ۱۳۹۵/ ضرارخان )
د پاکستاني مطبوعاتو د خبر له مخې د ځايي چارواکو په وينا، د چارسدې په جوماتونو کې ناقانونه افغانانو ته ويل شوي، چې سيمې پريږدي او افغانستان ته کډه شي.د هغواعلانونه پر بنسټ، چې په سرور کلي، خواجه کې او د مومندوايجنسې په ځينو سيمو کې شوي ويل شوي، چې تر نن ورځې نېټې پورې دې مهاجر لاړشي، خو سيمه ايزو خلکو څرگنده کړې ده دا ورته نه ده څرگنده شوې چې دا اعلانونه د چا له خوا شوي دي، خو دا ورته ويل شوي په جومات کې دا پيغام اعلان کړي. امنيتي سرچينوويلي دي چې دا پيغامونه د امنيتي ادارو له خوا ليږل شوي.
د خېبر پښتونخوا ايالتي حکومت د اطلاعاتو سلاکار مشتاق غني وايي، قانوني افغان کډوالو خلاف عمليات نه کيږي خو ناقانونه افغان اوسيدونکو خلاف عمليات له پخوا راهيسي روان دي.


















