کابل ټکی کام ۲۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو پر څلورو لنډکروزرو بمبار کړی دی، چې دولتي چارواکي وايي، وژل شوي کسان طالبان دي، خو طالبان د دوی ادعا ردوي، او وايي، په دغه بمبار کې ملکي وګړي په نښه شوي.
د کندهار ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي دي، د امریکایي ځواکونو دغه بمبار چې تېره شپه شاوخوا یو بجه د یادې ولسوالۍ په بند تیمو سیمه کې وشو، هدف یې د طالب وسله والو ۴ لنډکروزر وو، چې پکې سپاره ۳۰ طالبان ووژل شول.
مګر طالبانو د دولتي چارواکو دغه ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي، په بمبار کې د ملکي وګړو هغه لنډکروزر موټران په نښه شوي دي، چې د هلمند بهرامچې او نورو سیمو ته یې تجارتي توکي او مسافر لېږدول.
طالبانو ویلي دي، دغه سیمه یوه عامه تجارتي سیمه ده، چې زیات شمېر مسافر له دغې سیمې څخه هلمند او نورو سیمو ته سفرونه کوي.
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دغه بمبار کې څلور واړه موټر له منځه تللي، او پکې سپاره ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کابل ټکي کام ته ویلي دي، چې د امریکایي ځواکونو په دغه بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي دي.


















