کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۲۶ عبدالهادي همت
په ترکیه کې د پوځ پیل شوی د کودتا اقدام ناکامه شو
کودتاه چیانو لومړی د ترکیې ستر درستیزوالي، ملي راډیو تلویزیون، د استخباراتو اداره او مهمې دولتي ادارې محاصره کړې.
د نوموړي اقدام نه سمدلاسه وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په هیوادوالو د دیموکراسۍ نه د دفاع او د کودتاچیانو پر خلاف لارو او میدانونو ته د وتو غږ وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې د وسله وال پوځ په منځ کې یوه ډله د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د پلویانو لخوا د کودتا اقدام وشو چې دا کسان به خامخا د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
ولسمشر اردوغان د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې د ترکیې په ټولو خلکو کودتاچیانو ته د غاښ ماتوونکي ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې کودتاچیان به ددې اقدام ځواب محکمو ته ورکړي.
ددوی نه به خامخا پوښتنه وشي.
د بله پلوه د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې دا کودتا د هیواد د وسله وال پوځ د اعلی قومندانانو بې امره شوې ده .
حکومت به دې کودتاچیانو ته اجازه ورنکړي چې هیواد د ناڅرنګند برخ لیک پر لورې بوزي.
د بله پلوه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلنې او غوښتنې نه وروسته په سلګونو زره ترکي وګړي لارو او میدانونو ته راووتل.
د ترکیې د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان د پارلمان وکیلان دندې ته راوبلل چې د ملي شورا د ریس د بلنې نه وروسته څه باندې سل تنه وکیلان پارلمان ته لاړل


















