سرلیکنه
په هېواد کې چې نا امني د تير په څيرد ژوند اخستلو يوه برخه ګرځيدلې په خپل کلي او کورکې ېې دهېواد والو ژوند تريخ کړي دى هغه ماشومان چې قلم او کتاب بايد ورسره وي د لويانو په څير درانه کارونه کوي چې اکثر دماشومانو دناروغيو سبب ګرځي.
په روان کال کې د بشر د حقوقو د څاراداره په خپل راپورکې وايي د افغانستان ماشومان چې عمرونه ېې له پنځونه تر څوارلسو کالو ښودل شوي د کورنيو د خراب اقتصادي حالت له امله ېې په هرو پنځو کې يو ماشوم په سخت ناتوانه کار بوخت دى.
د افغان کډوالو ستونزې چې په بهرنیوهېوادونو کې ورسره مخ دي يواځې د راپورونو په ورکولو او د افغان چارواکو په تصديق يانه تصديق نه حل کيږي ترڅو ېې خپل هېواد ته د راستنيدا په اړه د ملګرو ملتونو په مرسته عملي ګامونه وا نه خستل شي.
د بد بختۍ ځاې دادې چې د بشرد حقوقو د څاراداره کوم راپور خپور کړي او د دولت په نظر برابر نه وي ترديد ېې وکړي د کاراجمتاعي چارو،شهيدانو اومعلولينو وزارت ، د بشر د حقوقو د څار د ادارې راپورناسم بللى دى ځکه چې دولت د ماشومانو په اړه کوم ګټور قدم ندي اخستى.
دافغان کډوالو د کډوالۍ ستونزې پدې هم نه حل کيږي چې د ملګروملتونو سروې دې په کال کې يو ځل د بې کارانو او ماشومانو د سختو کارونو راپورونه ورکړي، او دولت ېې بيا ردوي د دې د حل لپاره اقدام پکاردي او حل ېې دادى چې افغان کډوالوته خپل هېواد ته د راستنيدا زمينه برابره شي.
دافغانانو خو يواځې د کډوالۍ ستونزه هم نده دوامدارو جګړو او نا امنيو زيات شمير ماشومان د خپلو پلرونو څخه محروم کړي هغه که د هيواده بهروي او که داخل کې د هغو ماشومانو په اړه يو تصميم پکار دې چې ناتوانه جسمونه ېې له درنوکارونو وغورل شي.
د بلجيم ، ډنمارک ، اتريش، المان، ازبکستان، ايران پاکستان اوامريکا په شمول په ديارلسو هېوادونو کې د افغان کډوالو ژوند دومره تريخ شويدي چې سره دکورنيواو وړوماشومانو د مرګ او ژوند ترمنځ وخت تيروي.
دافغانستان د اساسي قانون له مخې د هغو ماشومانو چې عمرونه ېې ترڅوالسوکالو کم وي ورته د کارکولو اجازه نه شته خو دا مهال چې کم عمره ماشومان درانه کارونه کوي کورنيو مجبوريتونو کارکولو ته اړکړيدي.
دهنګري حکومت اعلان کړي چې د روانې مياشتي د پنځمې نيټې را پدې خوا کوم کډوال د صربستان پولې ته په اته کيلومترۍ کې وليدل شوه پوله ساتي دې صربستان ته واړوي .
د هنګري پوله ساتو پوليسوصربستان ته د اړول شوو کډوالو شمير شپږسوه يوشپيته ښودلى خو کډوال وايي پوليسوپه سوونوکډوال لومړي ونيول بياېې وډبول اوسره د ښځو اوماشومانوېې صربستان ته واړول چې ډيرى پکې افغانان دي.
د افغان کډوالو د ستونزو د حل يوازینۍ لاره خپل هېواد ته راستنيدل دي بې له دې که ملګري ملتونه دي او که افغان دولتي چارواکي، د افغانانوسره چې کومې ژمنې کوي هيڅ ګټه ورته نه لري.

















