اردوغان د کودتا هڅه یو خاینانه عمل وباله

کابل ټکی کام۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
تېره شپه د ترکیې پوځ یوې ډلې د دغه هېواد پر ولسمشر رجب طیب اردوغان د کودتا هڅه وکړه، مګر له ناکامۍ سره مخ شوه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د کودتا د هڅې له پیلېدو سره سم د استانبول اتاترک پر هوایي ډګر کې د خپلو پلویاتو په منځ کې را څرګند شو، او د ټلویزیون له لارې یې په ژوندۍ بڼه وینا وکړه.
ښاغلي اردوغان په دغه بېړنۍ لنډه ویډیويي وینا کې د کودتا دغه هڅه یو خاینانه عمل وباله.
نوموړي په خپله وینا کې ژمنه وکړه، چې په پوځ کې به اصلاحات راولي، او له سره به یې چاڼ کړي.
اردوغان په خپله وینا کې امریکایي مېشت فتح الله ګولن د دغې کودتا پر هڅه تورن کړ.
مګر ګولن په یوه پاڼه کې د کودتا دغه هڅه غندلې ده، او د ولسمشر اردوغان له لورې پر ده پورې شوی تور یې په کلکه توګه رد کړی دی.
د ترکیې دولتي چارواکو رسنیو ته وویل، چې د کودتا د هڅو په لومړیو کې ۶۰ کسان چې ډېری یې ملکي وګړي دي؛ وژل شوي دي.
دولتي چارواکو همدا راز ویلي دی، چې د کودتا په تور ۷۵۴ پوځيان نیول شوي دي.
د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدیریم له لورې د کوتاچیانو د چورلکو د ویشتلو له امر وروسته، د کودتاچیانو یوه چورلکه د انقرې پر اسمان د چورلېدو پر مهال راغورځول شوې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د کودتا هڅه د ترکي خلکو یووالي او ثباته ناکامه کړې ده، ولسمشر اردوغان او حکومت مسئولین دي.
استانبول کې د دوو لویو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي، همدا راز انقره کې د پارلمان ودانۍ کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
امریکايي ولسمشر اوباما او ناټو په ترکیه کې له ټولو ډلو غوښتنه کړې ده، چې د ترکیې له حکومت څخه دې په ډیموکراتیک ډول ملا وتړي.
د یادولو ده، په ۱۹۹۳ میلادي کال کې هم په ترکیه کې د (پټې کودتا) تر نامه لاندې هڅې وشوې، چې موخه یې د کردي کارګرو له ګوند (پ ک ک) سره د سولې د هڅو ناکامول وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button