سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د فرانسې د لارۍ برید په اړه ځانګړی معلوماتي راپور

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
جولای 16, 2016
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
10
ځلې شریک شوی
130
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فرانسې د لارۍ برید په اړه د کابل ټکي کام یوه همکار ځانګړی معلوماتي راپور برابر کړی دی، چې له نړیوالو غربي رسنیو څخه یې ژباړلی.
د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې هغه مهال یوه لارۍ چلوونکي خلک لاندې کړل، او دپاسه یې پرې خپله لارۍ وچلوله، چې زرګونو راټول شویو د انقلاب کلیزې د ملي ورځې مراسم لمانځل.
که څه هم دغه لارۍ د لوړ اواز سره سره په ډېر تېز سرعت پر خلکو ورغله، خو د اور لوبې نندارې چې درنه ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې وه، د خلکو پام بالکل د لارۍ اواز کش نه کړ، او دوی به لارۍ هغه مهال ترسترګو کېده، چې کله به دومره ورته نږدې شوه چې نور خلاصۍ ترې نه شواي کېدای.
پېښه په ځايي وخت د شپې په ۱۰:۳۵ بجو رامنځته شوه.
چارواکو هم دا منلې چې، لارۍ تر دوو کیلو مترو پورې پر خلکو چلول شوې وه.
په دغه برید کې ۸۴ کسان وژل شوي دي، او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې، یو اوکراینۍ، یو روسۍ او دوه امریکایي وګړي پېژندل شوي دي، او یو برېتانیۍ وګړی ټپي شوی دی.
سي ان ان ټلویزیون ویلي دي، چې په دغه پېښه کې د امریکا د مشهور بیسبال روزونکي شان کلارک د خپل ۱۱ کلن زوی برودي سره یو ځای وژل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې بې شمېره کسان پر سړکونو پراته دي، لارۍ چلوونکي د لارۍ له منځ څخه پر خلکو ډزې کوي، او څوک هم نشته چې مخه یې ډب کړي.
پولیس وايي، بریدګر یې هغه مهال له منځه یووړو، چې پرخلکو یې ډزې کولې، او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې له ټولو اړخونو څخه دا جوتیږي، چې دا کار په قصدي توګه سره شوی دی.
عیني شاهدانو رسنیو ته وویل، لومړی مو دا فکر کاوو، چې ښایي لارۍ له کنټرول څخه وتلې ده، خو له لږ ورنږدې کېدو وروسته مونږ لارۍ چلوونکی ولیدو، چې ږیره لري، او له دغه کار څخه خوند اخلي.
یوه پولیس سیمه ییز ټلویزیون ته وویل، چې د لارۍ د درولو هڅه یې وکړه، ډېرې نارې یې ورته وکړې، مګر لارۍ چلوونکي ده ته هېڅ توجه ورنه کړه، او خپل هدف ته یې ځان ورسوو.
پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې په لارۍ کې یې داسې اسناد موندلي دي، چې بریدګر فرانسوی او د نیس ښار اوسېدونکی ښيي.
د بریدګر نوم محمد لحوایج بو هلال یاد شوی دی، چې ۳۱ کاله عمر یې درلودو.
ویل کیږي، چې محمد لحوایج له کومې سخت دریځي ډلې سره تړاو نه درلود، خو له پولیسو سره وړاندې هم لاس او ګرېوان شوی وو.
رسنیو د بریدګر په اړه ویلي دي، چې د بریدګر نوم د پولسو تر څار لاندې لیست کې نشته دی.
د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د پېښې په اړه له غونډې وروسته ولسمشر فرانسوا اولاند درې ورځينۍ ملي ماتم اعلان کړ.
دغه برید په نړیواله کچه وغندل شو، ټول مشران د دغه برید د قربانیانو سره په غمشریکۍ را غونډ شوي وو، او دا برید یې په کلکو ټکو وغندلو.
په ټویټر کې یوه ویډیو خپره شوې ده، چې د نړۍ ټول مشران سره را ټول شوي دي، او د یوې شېبې لپاره چوپه خوله ولاړ دي.
افغان ولسمشر اشرف غني هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید یو «وحشتناک جنایت» بللی دی.
امریکایي ولسمشر اوباما دا یو «ترهګریز برید» وبللو، او ویې ویل، چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شریک دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په دغه غونډه کې وویل، چې دوی په دغه برید خفه دي، او امریکا د فرانسې تر څنګ ده.
همدا راز دغه برید د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک، د چین یوه چارواکي لي کینګیانګ، د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ، د جاپان لومړي وزیر شنزو ابي، د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې تېریزا مې، د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو او د اسټرالیا لومړي وزیر مالکولم ټرنوبل یو خطرناک، د فرانسې لپاره غم ناک، وېروونکی او نه بښوونکی بللی دی.
باید ووایو، د روان میلادي کال په جون میاشت کې هم پارېس ته څېرمه مګناویل ته څېرمه برید کې دوه پولیس ووژل شول.
د یادولو ده، چې فرانسویانو په افغانستان کې له امریکا سره یو ځای ډېری افغان ملکي وګړي ځورولي، او په خپلو شخصي جیلونو کې یې شکنجه کړي دي، فرانسویان له مسلمانانو سره روایتي دښمني هم لري، چې په هېواد کې په اکثره مسلمانانو د تبلیغ او دعوت مخه نیول کیږي.
مخکینې مطلب

اردوغان د کودتا هڅه یو خاینانه عمل وباله

بل مطلب

ارګ د ترکیې د پوځي کودتا پر اقدام خفګان ښودلی

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com