کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د ولسمشریزې ماڼۍ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د ترکیې د پوځي کودتا پر اقدام خفګان ښودل شوی دی، او ویلي یې دي، چې دوی د ترکیې د حکومت ملاتړ کوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دوی د ترکیې روان حالت څاري، او ارزو یې څرګنده کړې ده، تر څو دوست او ورور هېواد په سوکالۍ او امن کې ژوند وکړي.
خبرپاڼې تاریخ ته په اشارې سره ویلي دي، چې د افغانانو په ذهنونو کې لا هم د کودتاوو ترخې خاطرې شته دي، او دا تجربه ورته حاصله شوې ده، چې کودتا د ولسواکۍ، ټیکاو او پراختیا په وړاندې ستر خنډ ده.
د یادولو ده، تېره شپه د ترکیې پوځ یوې ډلې د دغه هېواد پر ولسمشر رجب طیب اردوغان د کودتا هڅه وکړه، مګر له ناکامۍ سره مخ شوه.

















