کابل ټکی کام تلې۱۲مه/۱۳۹۴ل
تېره ورځ د یوناما د دفتر له لوري په يوې اعلامې کې ويل شوي وه چې، د دوي ۹ تنه کار کونکي د کندز په رغتون باندې د شنبې په شپه د امريکايي الوتکو په بمبار کې وژل شوي او یو شمېر نور يي ټپیان شوي دي .
دغه راز د بې سرحده ډاکټرانو په ځانګړې اعلامیه کې راغلي وه چې په دغه خونړۍ بمبارۍ کې ۱۹ تنه وژل شوي چې ۱۲ تنه يي د روغتون کارکونکي او ددوي غړي دي .
او د بې سرحده ډاکټرانو د برید د غندنې تر څنګ داهم ويلي دي چې دوي ته دغه ډول بريدونه د منلو وړ نه دي او په دې هکله دې جدي پلټنه دي وشي .
له بله پلوه د افغانستان داخله وزارت ویاند صدیق صدیقي دعوه کړې چې ګمان کېده ، روغتون کې به دشپې له لوري د طالبانو غټ قومندانان پټ شوي وې، خو طالبان بیا په دغه روغتون کې د خپلو ملګرو پټېدا په کلکله رده وي او زیاتوي يي چې ددوي يواځې د روغتون لپاره ټاکل شوي ساتونکی په دغه برید کې وژل شوی .
د یو ناما مشر «نیکولاس هیسم» ویلي زه په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون ویجاړونکی بمباري په کلکو ټکو غندم چې له کبله یې طبي کارکوونکي، مړه او ټپیان شوي دي .
دغه راز هسیم وويل ولې روغتون په نښه شي؟ داد امریکايي الوتکو له لوري دویم روغتون دي چې بريدونه پرې کېږي .
د افغانستان ولسمشراشرف غني هم له ارګ څخه په یوه اعلاميه کې خواشيني څرګنده کړې، او بريد د پلټنې غوښتنه يي کړي ده، د امریکايي قواو قومندان هم اشرف غني ته د یو تلفوني تماس په ترڅ کې بښنه غوښتې .
او دغه راز د بښنۍ نړیوال سازمان ویلي چې د بريد په هکله دي جدي پلټنې وشي.
حماس افغان















