دولتي چورلکو یو ځل بیا د طالبانو انتقام له ملکي وګړو واخیست

کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د دایکندي ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې افغان دولتي چورلکو وروسته له هغې بمبار وکړ، چې طالبانو پر دولتي مرکزونو باندې بریدونه وکړل.
دغه بمبار د دغې ولسوالۍ اړوند په محمد خېلو سیمه کې شوی دی.
دغه بمبار د طالبانو د هغې جګړې په غبرګون کې شوی دی، چې پرون سهار یې پر دولتي مرکزونو پیل کړه، ۴ مرکزونه یې ونیول، مهم اربکیان یې ووژل او ګڼې وسلې یې ترلاسه کړې.
دغه جګړې تر ۱۱:۰۰ بجو پورې دوام وکړ.
تازه خبرونه وایي، چې له جګړې وروسته د افغان پوځ چورلکو د طالبانو څخه د انتقام په موخه د ملکي خلکو پر کورونو بمبار وکړ.
د دغه بمبار په پایله کې د یوه سیمه ییز اوسېدونکي دین محمد په کور کې یوه مېرمن وژل شوې او ۳ ماشومانې ټپیانې دي.
همدا راز د یوه بل سیمه ییز اوسېدونکي فضل محمد اکا په کور کې هم دوې مېرمنې وژل شوي او دوه نورې ټپيانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button