کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ان ټي وي ټلویزیون د ترکیې د عدلیې وزیر له خولې ویلي دي، چې د تېرې شپې د ناکامې کودتا په تور تراوسه پورې ۶۰۰۰ کسان نیول شوي دي.
په دغو کسانو کې قاضیان، پوځيان او نور نظامیان شامل دي.
د ترکیې عدلیې وزیر بکر بزداغ ویلي دي، چې د پوځي ځواکونو او قضا له لورې پلټنې جریان لري، ښایي د نیول شویو کسانو شمېر له دې څخه هم لوړ شي.
د ترکیې یوه لوړ پوړي چارواکي نن یکشنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې دولت د هېواد ټولې نقطې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دی.
د ترکیې د تېرې شپې د کودتا په ناکامه هڅه کې ۱۶۱ ملکي وګړي او پولیس او ۱۰۴ کودتاچیان وژل شوي دي.
رجب طیب اردوغان نن په استانبول کې د وژل شویو کسانو په جنازه کې ګډون کړی وو.
نن په ترکیه کې عامو خلک د شنبې شپې د کودتاچیانو پر خلاف لارو کوڅو ته راوتلي وو، او د کودتاچیانو پر خلاف یې شعارونه ورکول.
دغه کودتا په نړیواله کچه وغندل شوه.
د یادولو ده، د کودتا د ناکامېدو څخه وروسته لومړنیو معلوماتو د نیول شویو کسانو شمېر کم ښودلی وو، خو دا مهال تازه معلومات وایي، چې د نیول شویو کسانو شمېر ۶۰۰۰ رسېدلی دی.
















