کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۷ زرغون خوږیاڼی
په پاکستان کې يوه استخباراتي کارکوونکي ويلي دي چې دغه ليکونه د خندا او هم د ريشخند وړدي.
هيڅ کومه اصلي استخباراتي شبکه د هغه په قول دغسې حساس او مضر سندونه په ليکلي ډول نه پرېږدي.
پاکستاني کارپوهان وايي نبېل غواړي په دې سره بهرنیان اودولتي چارواکي وغولوي نوموړی دکوم امتیاز اویا پردویو د خوشحالولولپاره د دوی د ګاونډیو هیوادونو سیاسي او دوستانه اړیکي خرابول غواړي پاکستان دولت دومره کمزوری هم مه ګڼئ چي داستخباراتو اسناد دي په کباړ کې ترلاسه شي.
افغان چارواکي د پخواپه شان تل پر پاکستان د طالبانود ملاتړ تور لګولی چي دوی ورته دروزنې اوتجهزاتوپه برابرولوکي ورسره مرسته کوي.
په همدې تړاو د ملي امنيت پخواني رئيس د پخلي له پاره اسناد خپاره کړل چي په شپږوپاڼومشتمل وو د اسنادو د افشا کولو له لارې دا خبره په ډاګه کړې وه چې پاکستان په افغانستان کې له طالبانوڅخه ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند تواب غورځنګ، ویلي دي د نورو پوښتنود ځوابولو له پاره د افغانستان د ملي امنيت استخباراتي ادارې ته مراجعه وکړئ.
خو هلته بيا هيڅوک دې ته چمتو نه ول چې غبرګون وښېي.
ځېني نور بیا دنبېل اسناد یوبې معني خبره بولي هغوی وايي چي رحمت الله نبیل د واک او قدرت پروخت کله هم داسې اسناد ندي ښودلي او همیشه یې خبرې د تورونو تر بریده وې.
پکار خو دا وه چې هغه وخت یې په دولتي کچه دا اسناد راپورته کړي وای، په اړه یې لازم ګامونه پورته کړای شوي وای لکه څنګه چې د پاکستان د استخباراتو رئیس او د پوځ لوی درستیز د پاکستان په پیښور ښار کې د پاکستاني طالبانو لخوا په پوځي ښوونځي د برید وروسته سمدستي تر کابله راورسیدل او د برید اړوند ټول اسناد یې د ملي وحدت حکومت مشراجرائیه رئیس پوځي او استخباراتي چارواکو ته په میز کیښودل او ورته ویې ویل چې دا برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوي او له افغانستانه رهنمایي او قومانده شوی دی.
پاکستاني حکومت پدې اړه هیڅ ستسي او ناغیړي ونکړه بلکې مستقیا یې پر افغانستان تور ولګاوه او له افغانستانه یې وغوښتل چې پدې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.
















