یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امریکایان او دیموکراسي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 17, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
5
ځلې شریک شوی
68
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جواد څارګر

په یوناني ژبه کې ددیموکراسۍ لغوي مانا ده “دخلکو حکومت” او ددې مانا دژوند تېرولو هغه کړنلارې دي چې ولس پرې خپل ژوند تېرول غواړي یا په بله مانا، ولس ته په هغه ډول ژوند وربخښل چې دوی یې تېرول غواړي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

په نړۍ کې امریکایان تر بل هر هیواد ددیموکراسۍ چېغې زیاتې وهي، او ددیموکراسۍ دتنفیذ لپاره په میلیاردونو ډالر مصرفوي.

راځئ وګورو چې امریکایان په رښتونې توګه دیموکراسي غواړي او که دهمدې نارې لاندې، په نړۍ  کې خپله دیکتاتوري قایمول غواړي!؟

په ۱۹۵۰زېږدیز کال کې دفلپاین په ټاکنو کې د “سي آی ای” لاسوهنې له هیچا پټې ندي، آن تر دې چې سي آی ای مخالف نوماند ته په اوبو کې یو قسم نشیي درمل ورکړل، ترڅو نوموړی نوماند ولس ته په نشه کې ډوب ښکاره سي او بیا یې پر خلاف کمپاین ته زور ورکړي.

په لبنان کې سي آی ای دهغه مهال ولسمشر “کیملي شیمون” او خپلو خاصو انډیوالانو ته په میلیاردونو ډالر ددې لپاره ورکړل ترڅو دهغو نوماندانو مخه ونیسي، څوک چې دلبنان په داخلي سیاست کې د امریکایي لاسوهنو ملاتړي نه ول.

په انډونیزیا کې سي آی ای یو ملیون ډالر د “سویکارنو” او کمونست کوند پر خلاف مصرف کړي ول.

 په ویتنام، ګیانا، جاپان، نیپال، لاوس، برازیل، ګواتي مالا، بولیویا، چلي، پرتګال، استرالیا، هیتي، پاکستان، بلغاریا او……. په ټولټاکنو کې لاسوهنې کړي او په میلیونو ډالر یې مصرف کړي

امریکایانو دا ټول مصارف دټاکنو دشفافیت لپاره ندي کړي بلکې دخپل لاسپوڅي کاندید دبریا لپاره یې په لوړه کچه مصارف کړي او ګاللي.

په افغانستان کې ټولټاکنې او له ټاکنو وروسته پرېکړو خو تمامه دیموکراسي رسوا او شرمنده کړه

دډاکټر غني غورځې ـ پرزې او غوڅه بریا دجانکېري دیوې پرېکړې قرباني شوه.

یو پخوانی مصری ولس مشر چې غالباً جمال عبدالناصر و، ویل به یې؛ که چېرې دسمندر په تل کې دوه ماهیان خپلو کې په جګړه کیوزي، دا احتمال شته چې لامل به یې امریکایي لاسوهنه وي.

امریکایي ولس مشر”جیمي کارټر” هغه مهال په لبنان کې امریکایي مظالم بربنډ او روښانه کړل، کله چې یې له سپینې ماڼۍ رخصت اخېست، جیمي کارټر پخپله وینا کې وویل:

موږ لبنان ته پوځیان ولېږل خو که اوس تاسو شام، بیروت او اردن ته ولاړ سئ هلته به د امریکایانو پر خلاف دکرکې توپانونه ووینئ، او دا ځکه چې موږ پر هغوی بې شمېره بمونه وغورځول او ددغو سیمو بېګناه وګړي مو په ډېره بې دردۍ ووژل.

په بیروت کې مو هغه خوار کروندګر، ښځې او ماشومان تر خاورو لاندې کړل چې هیڅ ګناه یې نه وه

نو ځکه خلک موږ شیطانان ګڼي.

دترکیې دوروستۍ کودتا تر شاه هم ژور امریکایي لاسونه شتون لري

امریکایان په سیکولره ترکیه کې د اردوګان له شتون او وجوده جدي خطر احساسوي، او نه غواړي چې سیکولر ترکان یو وار بیا اسلامپالي سي او یا هم اردوګان د اسلامي هیوادونو دمنظم بلاک په جوړولو کې بریالی سي.

په افغانستان کې اسلامي امارت د امریکایي ګټو لپاره خطر و، ځکه یې پر خلاف دصلیبي جګړې اعلان وکړ او نیمه نړۍ یې افغانستان ته اشر کړه

په زرهاوو بمونه یې په افغانستان وورول، سلګونه افغانان یې په وینو کې ولمبول، سلګونه مېندې یې کونډې، رنډې او بورې کړې او سلګونه ماشومان یې بې سرپرسته کړل، په نتیجه کې یې اسلامي نظام ترې واخېست او یو فاسد نظام یې ورکړ

هغه خلک چې له امریکایانو نیکې هیلې لري؛ غولېدلي نه، بلکې ځان غولوي، عارفانه تجاهل کوي او یا هم دپیسو په زور د امریکایي ګټو لپاره ګومارل سوي، ضمیرونه یې کاڼه کړي او خپل ولسونه لاس او پښې تړلي د امریکایانو رحم او کرم ته سپارل غواړي.

دځوان مسلمان نسل دویښتابه پر هیله

مخکینې مطلب

دافغاني استخباراتو ادعا بې بنسټه اوجعلي ده

بل مطلب

قدرت او انديښنه(لنډه کیسه)

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com