کابل ټکی کام ۲۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او دفاعي پوستو باندې نن سهار ۵:۰۰ بجې د طالبانو له خوا پراخ بریدونه پیل شوي.
له کندوز ولایت څخه د کابل ټکي کام همکار وایي:
«طالبانو په دغه جګړه کې تراوسه پورې د کمپاین نومې پوستې په ګډون ګڼې پوستې او کلي نیولي دي، او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.»
زمونږ همکار د عیني شاهدانو له خولې وايي، چې د افغان ځواکونو جسدونه د جګړې په ډګر لیدل شوي دي.
یوه طالب چارواکي زمونږ همکار ته ویلي دي، چې یو راکټ یې هم «غنيمت» کړی دی.
د یادولو ده، طالبانو د دغې ولسوالۍ د سقوط په موخه عملیات پیل کړي دي، چې تراوسه پورې نور جزیات نه دي ترلاسه شوي.
















