کابل ټکی کام ۲۸چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه په بلفاسټ ښار کې څلورمه یوه ورځینۍ لوبه د ۷۹ منډو په توپير ماتې ورکړه.
افغانستان د پچې په ګټلوسره د منډو وهلو پرېکړه وکړه، چې په ۵۰ اورونو کې یې، د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۹ منډې وکړې، او ایرلنډ ته یې ۲۳۰ منډې هدف وټاکه.
ایرلنډ د افغانستان د دغه هدف په پوره کېدو ونه توانېدو، او په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۵۰ منډې وکړې، او د افغانستان په وړاندې د ۷۹ منډو په توپیر په ګونډو شو.
د دغې لوبې د توپ وهنې په برخه کې ښه لوبغاړی راشد ارمان ونومول شو، چې نا سوځېدلې ۶۰ منډې یې وکړې، او د افغانستان بریا ته یې لاره پرانیستله.
د توپ اچونې په برخه کې هم ښه لوبغاړی راشد ارمان ونومول شو، چې د ایرلنډ ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
له راشد ارمان څخه وروسته د بېټېنګ د برخې ښه لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل دی، چې په ۶۷ بالونو یې ۵۰ منډې وکړې.
افغانستان د دغې لوبې په ګټلو سره د ایرلنډ په وړاندې یو ګام نور هم قهرمانۍ ته نږدې شو، او که ملي لوبډله راتلونکې لوبه او د نورو لوبو لړۍ خپلې کړي، نو راتلونکو نړیوالو سیالیو ته به د وتلو لپاره لار هواره کړي.
افغانستان او ایرلنډ به پنځمه یوه ورځینۍ لوبه د سه شنبې په ورځ وکړي.
له دې څخه وړاندې د افغانستان او د ایرلنډ لوبډلو ترمنځ لومړی یوه ورځینۍ لوبه د اورښت له کبله لغوه شوه، او دویمه یوه ورځینۍ لوبه افغانستان د ایرلنډ څخه د ۳۹ منډو په توپیر وګټله.
په درېیمه لوبه کې بیا هم دواړې لوبډلې لوبغالي ته ووتل، مګر په دغه لوبه کې ایرلنډ د شپږو وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه.
د یادولو ده، ملي لوبډله به د ایرلنډ په وړاندې له پنځمې یوې ورځينۍ لوبې وروسته هالنډ ته ځي.
















