د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د راپورونو په اساس له افغانستانه په ۲۰۱۵میلادي کال کې اروپایي هیوادونو ته د افغان ځوانانو تګ زیات شو چې د تیرو ۱۴کالو په موده کې په دومره شمیر ځوانان له افغانستانه نه وو تللي.
که څه هم د جرمني په څیر یو شمیر اروپایي هیوادونو د کډوالۍ په قانون کې سختي راوسته چې د پخوا په څیر دې هیوادونو د کډوالو دتابعیت نه منلو لپاره یوه لاره برابره کړه خو بیا هم د سوریې څخه په دویم قدم کې اروپایي هیوادونو ته د تلونکو افغاني ځوانانو شیمر زیات دی .
دتیرو شپږو میاشتو راپورونه څرګندوي چې د یونان په سمندر کې دکښتیو د ډوبیدو پیښو او اروپایي هیوادونو سختوالي اروپا ته د تلونکوځوانانو په شمیر کې کمښت راغلی خو په تیرو شپږومیاشتوکې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو ادارې بیا راپور ورکړی چې په افغانستان کې د نظامي تلفاتو شمیر کې لوړښت راغلی دی بیا هم افغان ځوانان په جګړو کې وژل کیږي.
په تیروکلونوکې به په دارنګه راپورونو کې د تلفاتو د کچې د لوړوالی پړه پر وسلوالو طالبانو اچول کیده خو په تیرو شپږو میاشتوکې د افغانی نظامیانو د مرګ د کچې دلوړښت پړه پردولتي چارواکو اچول شوې ده چې دولتي چارواکي دطالبانو سره د جګړې پرمهال په خپلو کې همغږي نه لري او په پوستو کې راګیر امنیتي پولیس دپوستواو ولسوالیو دمحاصرې یا د کومې سیمې د نیولو پرمهال ووژل شي.
افغانان که د یوې خوا د مرګ څخه د ژغورنی لار غوره کړې د بلې خوا یې په جګړو کې دمرګ کچه لوړه شي .
د۱۵ کالو راپدې خوا همدا حال دی چې افغانان په یوه او بل نامه وژل کیږي ترڅو چې افغانان په خپلو کې بین الافغاني تفاهم ته ونه رسیږي د پردیو په لوبو او هدفونو کې د راګیرو افغانانو چې کله اروپایي هیوادونو ته د سفر پرمهال د مرګ کچه کمه شي له بده مرغه په جګړه کې یې په مرګ کې ډیرښت راشي .

















