طالبانو مرکزي بغلان کې دوتنه عسکر ژوندي نیولي

کابل ټکی کام تلې۱۲مه/۱۳۹۴ل
له مرکزي بغلان څخه په یوه تازه راغلي خبر کې ويل شوي دي چې نن له غرمې مخکې په مرکزي بغلان جر خوشک سیمه کې د کندز بغلان په غزېدلي سرک طالبانو د تلاشي په مهال دوتنه حکومتي عسکر پېژندل شوي او ونیول شول .
طالبانو د دواړو عسکرو نيول تاید کړي ، وايي چې نن سهار ۸بجې دمرکزي بغلان اړوند دکندز بغلان پرلویه لار د جر خشک سیمه کېدوه تنه حکومتي فعال کامندان د تلاشۍ په مهال ژوندي نیول شوي .
طالبانو ويلي دي چې دغه ۲تنه هریو نجیب الله (دوهم بریدمن )دسلطان عزیز زوی اوګلداد(د اردو عسکر) دنیازبیګ زوی پداسی حال کې نیول شوي چی په سیمه کې د افغان ځواکونو کومکي کاروان له تیرو ۵ ورځو راپدېخوا د طالبانو له کلکې محاصرې لاندې دي .
محمد سميع سعادت



