انصار
په سوريه کې دپيل شوې جګړې په دوران کې زياته مرګ ژوبله ملکې وګړوته اوښتې اودملګروملتونودبشر دحقوقو ادارې څوځلې داسدپر پلويانو تور ولګاوه چې په سوريه کې دجګړې پرمهال پر ملکي وګړو بمباري کوي.
دسوريي څخه ازادو رسنيو راپورونه خپاره کړي وايي چې د روسيي او سوريي د هوايي ځواکونو علاوه اوس دفرانسې ائتلاف هوايي ځواکونو پرملکي وګړو بمباري پيل کړيده .
د راپورونوپه اساس د سوریې په شمال حلب ولایت په توخار کلی کښې د فرانسې دجنګی الوتکو بمباري کړي چې پکې زيات شمير ملکې پې ګناه ښځې او ماشومان وژل شويدي.
دسوریې حلب ښار چې د اسد او روسي هوايي ځواکونوپرې څوځلې بمبارۍ وکړي تراوسه لا د داعش په ولکه کې دى
دنړیوال ائتلاف په مشرۍ د فرانسې دجنګی الوتکو په وړمې ورځې بمباریو کښې په لسګونو ملکی وګړي ووژل شول چې زيات شمير ېې ژوبل هم دي
دحلب په ښارکې ځايي خبريالان وايي چې داعش دملکي وګړو څخه دجګړې په دوران کې دسپرپه توګه ګار اخلي ځکه ېې دوژنوپه شمير کې زياتوالي راغلى.

















