اسلام آباد(انصار)دپاکستان لخوا چې افغان کډوالوته دروان زيږديزکال دجون د ورستۍ نيټې پورې په پاکستان کې د اوسيدو وخت ورکړل شو افغان کډوالو خپل هېوادته په ستنيداکې ليوالتيا نه درلوده او دپاکستان د صدراعظم نوازشريف لخوا ورته دنورو شپږ ومياشتو وخت په ورکولو هيواد ته دستنيدونکو کډوالوپه شمير کې نورکموالى هم راغي .
سره لدې چې نوازشريف دافغان کډوالو لپاره په پاکستان کې داوسيدا نيټه شپږ مياشتې وغځوله خو دپاکستان لخواچې دتورخم لار وتړل شوه هېواد ته دافغان کډوالو ستنيدابياپيل شوه.
دلاس ته راغلو راپورونوپه اساس په اسلام آبادکې دملګروملتونو دکډولود ادارې يو،اين،ايچ،سي،آر، پاکستان او دکډوالودچارو د وزيرعالمي بلخي په مشرۍ دتللي پلاوي ترمنڅ ناستې کومه نتيجه ورنکړه هيواد ته دکډوالو دستنيدابهير ګړندى شو
ديو،اين ،سي، ايچ،آر د راپورله مخې دمخه به ورځ کې د٨٠نه تر١٠٠پورې کډې هيوادته راتلې داسلام اباد او کابل دخبرو دناکامۍ وروسته هره ورځ تردوه سوو پورې کډوال اوخپل هيواد ته راستنيږي.
دبلې خوا يوشمير رسنيو په پاکستان او په ځانګړي توګه په خيپرپښتونخواکې دافغانانو دژوند دتريخوالي په اړه هم راپورونه ورکړي چې هيواد ته په کډوکولو مجبوريږي.
پاکستان ته ديوه پلاوي په مشرۍ دکډوالو دچارو وزيرسيدحسين عالمي بلخي افغان کډوالوسره په ليدنوکې ويلي چې هيوادېې دکډوالو دستنيداپه اړه منظم پلان جوړکړي او کار پري روان دي خو هغه کډوال چې دمخه هيواد ته ستانه شوي دولت ورسره په کړوژمنوکې هيڅ ډول مرسته نده کړي .
په پاکستان کې دافغان کډوالو ورځ په ورځ دستونزو زياتوالى او دملګروملتونودکډوالوداداري لخوا هرافغان ته دستنيداپرمهال د٢٠٠ډالروڅخه تر٤٠٠پورې زياتوالى به دافغان کډوالو دستنيدابهيرنورهم ګړندي کړي.

















