کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري ۱ عبدالهادي همت
په کابل کې ديوې اونۍ راپديخوا دخوراکي توکو په بيوکې لوړوالې راغلى چې دکابل ښار غريب اوسيدونکي ېې دانديښنې سره مخ کړي دي.
په کابل کې دخوراکي توکو دبيو دلوړوالې په اړه کابل ښاريانو ويلي چې داړتيازيات وړخوراکي توکې غوړي او وړه او هم ورسره بوره زياته ګرانه شويده
دولتي رسنيو دخوراکي توکو دبيو په لوړوالي خاموشي اختيارکړې خو يوشمير سوداګروېې له بهره دخوراکي توکو د را واردولو کمښت بللى ويلي يي دي چې دولت دملي سوداګروسره له بهره دخوراکي توکو په واردولو کې دمرستې کومې ژمنې کړې وې هغه ېې پوره نه کړي او اوس ملي سوداګر دپخواپه نسبت له بهره خوارکي توکي کم را واردوي.

















