ذبیح الله مجاهد: دکابل چاودنې په مونږ پورې اړه نلري په سختو ټکو یې غندو دا دسیسه ده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري۲ بصیراحمدپاڅون

نن د کابل ښار په یوه لوی لاریون کې چې هزاره وګړو د جنبش روشنایي سازمان په لاره اچولی و  ۳ پرلپسې چاودنې وشوې چې زموږ ګڼ شمیر ملکي هیوادوال يې مړه او ژوبل کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د وضاحت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: (موږ غواړو له خپله لوري واضح کړو چې د اسلامي امارت مجاهدین په دغه پيښه کې هيڅ ډول لاس نلري، په عین حال کې موږ د ولس ترمنځ د بدبینۍ هرهغه هڅه په کلکه محکوموو چې، ملت په قوم، ډله او جهت سره ویشې او بیا يې سره جنګوي، دا ډول پيښې د هیواد دغلیمو کړیو کار دی او خورا بد اقدام دی.

په افغانستان کې زیاتره وختونه چې په ملکي خلکو چاودنې کیږي چې طالبان هیڅکله پړه پرغاړه نه اخلي او دا کار دهیواد دښمنانو لخوا د افغانانو د ملي یووالي په ْوړاندې یوه شومه دسیسه بولي.

دا هم د امکان نه لرې خبره نده چې دا چاودنې دې د داعش ډلې کړي وي ځکه چې هغوی د شیعه فرقې یو مخیزه وژنه روا او پرځای کار ګڼي.

دطالبانو د وضاحت دا اعلامیه په ډیر مناسب  وخت خپره شوه.  عام طالبان وایي چې دا اعلامیه به د مغرضو کړیو ټو تبلیغاتي شوم پلانونه شنډ کړي.

مربوطه مطالب

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button