محمدعلي عمري
ابو حامد محمد بن محمد الغزالي چې لقب يې حجة الاسلام زين الدين طوسي وو٫ يو لوي فقيه ،اصولي،صوفي، حكيم متكلم وو او د قسم قسم علومو څخه خبر داره وو په طوس كې په كال ۴۵۰ هجري كې زيږېدلی دی .
حكايت دی چې دامام غزالي رحمة الله عليه پلار يو نيك او صالح سړی وو هغه به دخپل لاس په محنت او خوارۍ سره روزي پيدا كوله او خوړله به يې. د هغه كسب د وړيو پيچل او بيا په دكان كې خرڅول وو.
كوم وخت چې دی مبارك مرګ ته نژدې سو نو دخپلو دوو زامنو ( شيخ محمد الغزالي او شيخ احمد غزالي )په باره كې يې شيخ ابوحامد بن زركاني رح ته چي ددوي د پلار ډير نږدې دوست وو اوښه صوفي بزرګ سړی وو داسي وصيت وكړی چې په دوي دواړو به ديني سبقان ووايي او كوم شی چې ما په ميراث پرې ايښی دی هغه به ددوي دواړو د علم په زده كړه كې مصرف كړي په هغه وخت كې د محمد غزالي عمر پنځلس كاله او دكشر ورور احمد غزالي عمر دوولس كاله وو كله چې ددوي دپلار ميراث او دهغه د دوست ابن زركاني رح سرمايه خلاصه سوه، نو دطوس په مدرسه كې يې داخل كړل، خو غزالي رح دغه مدرسه پرې ښودله او جرجان ته ولاړ هلته يې دمشهور عالم استاذ امام ابونصر اسماعيل رح علوم زده كړل، او دعلم لويه ذخيره يې له ځانه سره وليكله.
بیا بيرته طوس ته راغلیاو له طوس څخه بيا نيشاپور ته ولاړی هلته يې له امام الحرمين ابوالمعاني جويني چې لوي عالم وو خپله علمي تنده ماته كړه او دنورو علومو تر څنګ يې دمناظرې علم، علم الكلام او فلسفي درسونه وويل، او په دغه علومو كې يې دومره مهارت پيدا كړ چې په دري سوه شاګردانو كې يې اول نمبر ه حاصله كړله.
امام غزالي رح په ۲۸ كالو عمر كې ټول متداول علوم يعني مروج علوم زده كړل او دده دپوهې او ذكاوت اوازه ځای ځای خپره شوه كوم وخت چې په۴۷۸ هجري كال كښي اما م الحرمين وفات سو نو له علم سره مينه لرونكي خواجه نظام الملك دمحمد غزالي رح څخه غوښتنه وكړه چي دبغداد دمدرسې صدارت پر خپله غاړه واخلي مګر امام غزالي رح له دې كار څخه انكار وكړ.
كوم وخت چې د بغداد لوي مدرس علامه حسين بن علي طبري وفات سو٫ نو خواجه نظام الملك طوسي رح امام غزالي رح دهغه پر ځاي مقرر كړ امام غزالي رح دغه منصب قبول كړاوپه ۴۸۴ هجري سنة كښي يې عملا تدريس شروع كړ او تر ۴۸۸ هجري كال پوري يې دغه خدمت ته دوام وركړ په دغه موده كې امام غزالي رح ډير كتابونه هم تصنيف او تاليف كړل٫ او زياته مطالعه يې وكړه. دجمادي الاخير په ۱۴ تاريخ په ۵۰۵ هجري كال كښي له دې فاني دنيا څخه رخصت شو او په طوس كي دايران دمشهور شاعر فردوسي قبر ته نژدې خاورو ته وسپارل شو.
علامه ابن جوزي په خپل كتاب( الثبات عند الممات)كې دامام غزالي د مرګ په باب د هغه دكشر ورور دخولې څخه داسې ليكلي دي چې زما ورور ابوحامد غزالي ددوشنبې په ورځ دسهار په وخت كي اودس وكړ بيايې لمونځ وكړی بيا يې خپل كفن راوغوښتی اوپخپله يې راواخيست او مچ يې كړو بیا یې پرخپلو سترګويې كښيښودی او له دې فاني دنيا څخه درخصتيدو په مناسبت يې داسي وويل: سمعا وطاعة او يا سمعنا واطعنا او مخ پر قبله سو اوپښې یې اوږدې كړلې يعني ويې غزولې او خپل روح يې دكايناتو وخالق ته وسپاری.
دحجة الاسلام امام غزالي رحمة الله عليه تصنيفات :
۱: احياء علوم الدين
۲: البسيط في الفقه
:۳ مفاصد الفلاسفه
۴ :تها فة الفلاسفة
۵: بداية الهداية
۶ :المنقذمن الضلال
۷: معارج القدس في احوال النفس
۸: الفرق بين الصالح وغير الصالح
۹: الاملاء عن اشكالات الاحياء
۱۰: المستصفي من علم الاصول
:۱۱ المقصد الاسني في شرح اسماء الحسني
۱۲: الوقف والابتداء في التفسير
۱۳: ميران العمل
۱۴: الاقتصاد في الاعتقاد
۱۵ :تنزيه القرآن عن المطاعن
۱۶ :الدرة المفاخرة في كشف علوم الاخرة
۱۷: رسالة ايها الولد
۱۸: التبر المسبوك في نصيحة الملوك
۱۹: المستضنون به علي غير اهله
۲۰ :فضايح الباهنيه
۲۱: فيصل اتفرقة بينالاسلام والزندقة
۲۲: عقيدة اهل السنة
۲۳: شفاء العليل في اصول الفقة
۲۴: تلبس الابليس
۲۵: محك النظر
۲۶: المنخول من علم الاصول
۲۷ :الغاية القصواي
۲۸: الجام العوام عن علم الكلام
۲۹: منهاج العابدين
۳۰ :الوسيط الوسط
۳۱: الوسائل الي تحقيق الدلائل
۳۲: الوجيز في الفروع
۳۳: الخلاصه
۳۴: تحصين الادلة
۳۵: معراج السالكين
۳۶: كيماء السعادة
۳۷: مشكواة الانوار
۳۸ :القسطاس المستقيم
۳۹: رسالة الطبر
۴۰: الكشف والتبيين
۴۱: الواعظ في الاحاديث القدسية


















