زابل: د بریت په جنازه کې د نه ګډون په تور لس تنه کلیوال نیول شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري ۳ بصیراحمد پاڅون

پرون د زابل ولایت قلات د باوړیو له سیمې څخه ملي امنیت لس تنه ملا امامان  ، د کلي مشران او بزګران  پدې تور ونیول چې د اربکي قوماندان عبدالحنان بریت په جنازه کې یې ګډون نه و کړی.

د ملي وحدت حکومت امنیتي او استخباراتي ادارې خلک په زور مجبوروي چې د طالبانو لخوا د وژل شویو عسکرو، پولیسو، اربکیانو او ملي امنیت کسانو په جنازو کې ګډون وکړي.

په ټول هیواد کې د حکومتي  وژل شویو کسانو  جنازو ته خلک په داسې مینه او رغبت نه ورځي لکه د طالبانو د وژل کسانو په جنازو کې چې ګډون کوي.

درې ورځې وړاندې د پروان ولایت سیدخیلو ولسوالۍ انچو په سیمه کې عسکرو پر هغو خلکو بیدریغه ډزې وکړې چې د یو وژل شوي طالب په جنازه راټول شوي و، ۹ تنه یې ووژل او پنځلس تنه یې ټپیان کړل.

عام خلک وایي چې د ناټو او امریکا په پیسو د امریکا د اهدافو لپاره جنګیدونکو افغانانو مرګ په شرعي توګه سم نه دی او طالبان پاک سپیڅلي شهیدان ګڼي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button