د تخارپه درقد کې دهوان برید دښځو اوماشومانوپه ګډون پنځه کسان ووژل

کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمري۳ عبدالهادي همت
د تخار په درقد ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي د هاوان په یوه برید کې وژل شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، دغه هاوان د دولت وسله والو مخالفینو توغولی دی.
اسیر ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
درقد د تخار له ناامنه ولسوالیو ده، چې وخت نا وخت ترې د ناامنیو او وسله والو نښتو خبرونه ترلاسه کیږي.
طالبانو داکار جنایت بللی دی او ویلي دي چې هوان د دولتي سرتیرولخوا وارشوی دی
طالبان وايي :تیره شپه د تخار درقد ولسوالۍ نورخیلو سیمه کې د مزدورو عسکرو لخوا یو کور په هاوان وویشتل شو، ۸ تنه ماشومان او لویان مړه او ژوبل شول.



