طالب پلوه پولیسو دوه پولیس وژلي له یوې شوبلې اوګڼو وسلوسره تر  طالبانو رسیدلي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري۳ بصیراحمد پاڅون

د ارزګان چنارتو ولسوالۍ دګرم آب په سیمه کې دوو تنو پولیسو چې طالبان یې خپل نفوذي مجاهدین بولي د خپلې پوستې دوه تنه پولیس وژلي او ځانونه یې تر طالبانو رسولي دي.

طالبان وایي چې دغو دوو تنو طالب پلوه پولیسو یوه شوبله، ۴ میله کلاشینکوف، یو میل پیکا، یوه قبضه راکټ او ګڼ شمیر پوځي توکي له ځانه سره راوړي او طالبانو ته یې تسلیم کړي دي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسانو د پام وړ ځای نیولی چې دا ډول مرګوني پیښې رامنځ ته کوي.

د ملي وحدت حکومت په دې اړه له سختو هڅو سره سره بیا هم نه دی توانیدلی چې د طالبانو د نفوذي کسانو مخه ونیسي.

طالبانو څلور کاله وړاندې ویلي و چې خپل لسګونه پلویان یې په اردو ، پولیسو او د ملي امنیت په لیکو کې ځای پر ځای کړي چې د موقع څخه په ګټه اخیستو به بریدونه کوي.

اوس نږدې په اونۍ کې دوه درې داسې پیښې رامنځته کیږي چې د طالبانو نفوذي کسان په پوستو کې د ننه حکومت پلوه کسان وژني ، له ګڼ شمیر وسلو سره ځان تر طالبانو رسوي. چې دې کار د حکومت په وسلوالو ځواکونو کې د ډاډ فضا له منځه وړي ده خو دفاع او کورنیوچارو وزارتونه د دې ډول پیښو په اړه چپ خوله پاته کیږي او له ملت نه حقائق پټوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button