
جرمني کې يو سوري کډوال ١٢ کسان ژوبل کړى
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري۴ عبدالهادي همت
د جرمني په جنوب کې چارواکي وايي يوه سړي يوه شراب ځاى ته نژدې يوه چاوديدونکې وسيله چولې، چې خپله په کې وژل شوى او ١٢ تنه نوريې ژوبل کړي دي .
د باواريا د کورنيو چارو وزير جواخيم هيرمن يوه خبري کنفرانس ته وويل دغه ٢٧ کلن سوري کډوال هغه مهال خپله چاوديدونکې وسيله وچوله، چې
آنسباگ ښار کې د موسيقۍ يوه کنسرت ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه .
د رپوټونو له مخې ددغه سوري پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه رد شوې وه.
دا يوه اوونۍ کې د باواريا په ايالت کې دريمه تاوتريجنه پېښه ده.



