
مظلوم افغانستان
عبدالناصر جهادمل
سوې چیغې له پرهاره مي راخیژي
د خوږ من زړګي له ښاره مي راخیژي
پر سینه مې د نفرت اورونه بل دي
ډک د وینو سیلابونه له درمانه مي راخیـژي
د سلګیو چوپولو په نوم را مي شي سینې ته
د دوستې راکړي غشي له اسمانه مي راخیژي
د غمونو د کاروان په بدرګه یم بې اخـتیاره
د ښکلا تعریف افسوس چې له څاروانه مي راخیژي
د ښکلا لمني خرڅـي مـي په غلا شوي
د سمون د راز خبرې د ایـــــــــرانه مي راخیژي
پر سینه مي غدارانو ښـامارانو واک خپل کړی
د مظلوم چیغي په زوره له وجدانه مي راخیژي
جهادمل و خپلو اوښـکو ته د عجز لمن نیـسم
د اور سوي لوګي له خراسـانه مي راخیژې



