
پاکستان افغان سوداګرو ته خبردار ورکړی چې خپل کاروبار وتړي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمري ۴ عبدالهادي همت
راپورونه وايي، د پاکستان حکومت ۱۲۰۰ افغان سوداګرو ته د ځانګړي مکتوب له لارې خبرداری ورکړی چې په یاد هېواد کې خپل ملکیتونه وپلوري او خپل کارو بار بند کړي
دراپورونولمخي چې پاکستاني چارواکو د یوه مکتوب له لارې افغان سوداګرو ته دا خبرداری ورکړی دی.
د راپورونو پر اساس سوداګرو ته په لېږل شوې اطلاعیه کې ویل شوي چې که دوی تر شپږ میاشتو خپل ملکیتونه و نه پلوري او کارو بار له پاکستانه و نه باسي د دوی شتمنۍ، ملکیت او کارځای د پاکستان په حکومت پورې اړه لري او مهاجر کارتونه یې جعلي ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي چې پاکستاني پولیسو د کوټې په ښار کې سلګونه هټيوالو ته هم ویلي چې خپل دوکانونه او هوټلونه وتړي یا یې پر چا وپلوري.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي د پاکستان دې کار په یاد هېواد کې د سلګونه افغان سوداګرو کارو بار له خطر سره مخ کړی دی.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي ویلي، هڅې کوي څو د افغان سوداګرو یاده ستونزه حل کړي. بلخوا بیا افغان سوداګر وايي نه افغان حکومت، نه پاکستانی حکومت او نه هم نړیوال بنسټونه د دوی ستونزو ته د حل لار پیدا کوي.



