جاپان کې یو بریدګر په چاړه ۱۹ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی

بیګا شپه ناوخته یو بریدګر د جاپان په ټوکیو ښار کې د معیوبینو پر یو مرکز برید کړی، چې ۱۹ کسان یې په چاړه وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې د ځینو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د جاپان رسمي تلویزون د پولیسو له قوله ویلي، چې ځوان بریدګر د معیوبینو په مرکز د چاړې په واسطه برید وکړ، چې له امله یې ۱۹ تنه ووژل شوه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو په وینا بریدګر له پولیسو له خوا نیول شوی او دا هم ویل شوي، چې تر دې مخکې یاد بریدګر په نوموړي مرکز کې کار کولو.

بریدګر ادعا کړی چې غوښتل مې دنیا له معذورو او معلولینو څخه خلاصه کړم.
تر اوسه  د بریدګر هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم معلومه نه ده، چې بریدګر په کومې وسله والې ډلې پورې تړلی دی او که نه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button