په جګړه کې د رسنیو اهمیت

منهاج الدین

دشپې لس نیمې بجې وې چې دشریعت ږغ رادیو خپرونې بندې سوې، نږدې دوکان ته ولاړم تلویزون چالان و

امریکایي ولس مشر جارج بش پر افغانستان دبرید اعلان کړی و او پر همدې شپه، له برید مخکې دشپې پر اته نیمو بجو پاکستاني پوځي جنرال او ولس مشر پرویز مشرف پاکستاني ولس ته وینا وکړه.

دپرویز مشرف له وینا مې اټکل کړه چې امریکایان په ګران هیواد د یرغل نیت لري او ممکن نږدې ورځو کې به حملې پیل کړي.

امریکایانو په لومړي قدم کې د افغانستان هوایي اډې او دشریعت ږغ رادیو په کروز توغندیو وویشتلې.

امریکایانو له پیله په جګړه کې رسنیز اهمیت درک کړی و او لومړی ګذار یې د امارت په یواځنۍ رادیو وکړ.

ورسره جوخت یې په افغانستان کې لسګونه رسنۍ فعالې او طالب ضد نشرات یې ترې په شد ـ مد شروع کړل

لسګونه لیکوالان یې دپیسو پر زور کاڼه او طالب ضد قلمونه یې لاسو کې ورکړل

ولس یې په لږو ورځو کې دطالبانو له نظامه زړه توری کړ او دا یې په غوږو کې ورکښېنوله چې ګواکې طالبانو ستاسو حریت سلب کړی و، ستاسو حقوق یې پایمال کړي ول، دنظر حق مو نه درلود، په نظام کې مو برخه نه وه، تعلیمي نظام صفر و، او دحکومت په رأس کې پنجابي جنرالانو شتون درلود.

که د امریکایانو او مزدورانو بې تحاشا وحشت یې نه وای اوس به دحالاتو رخ بدل وای، افغانستان به تاجکستان وای او هره کوڅه به مو کچله وای

پل او پلچک به جوړ وای، روغتون به مو په عصري وسایلو سنمبال وای مګر عزت او ازادي به مو پایمال وای

دلته دطالب په بیا ځل ظهور کې ستر لاس دامریکایي وحشت و، او ډېری خلک له همدې کبله بیا ځل مسلح او طالبانو ته یې غاړې خلاصې کړې

سره ددې چې زموږ سیمه کاملاً دطالبانو په ولکه کې ده مګر تر ننه زموږ سیمې ته د امارت لایحه نده راغلې، اختریز پیغامونه، ددعوت ارشاد هیئتونه، او دفرهنګي مسؤلینو رصد خو لېرې خبرې دي.

امارت ته مشوره نه ورکوم محض یوه یادونه ورته کوم؛ فرهنګي ډګر دعسکري ډګر په څېر مهم دی، فکري روزنه دعسکري روزنې په څېر اړینه ده، که فرهنګي او دعوتي ډګر خالي وي پوځي بریاوې وقتي دي.

ښه مې یاد سي یوه ورځ پر فیسبوک دیوه مخالف سره دشپې تر ناوخته پر بحث لګیا وم

راته وایي؛ څه دې غم دی، د آی ایس آی په دفتر کې به ناست وې، کمپیوټر به دې مخ ته پروت وي، یخ ائرکنډیشن به درته چالان وي او د افغانستان دورانولو لپاره دکم فهمه زوانانو افکار تخرېبوې.

په لاس کې مې خپل موبایل ته وکتل، تاسې یقین په الله وکړئ چې یو بېکاره نوکیا موبایل مې لاس کې و او په تار مې باډي ورتړلې وه.

دلته یې موږ په خپله ټولنه کې وینو چې څومره زوانان دفیسبوک له لارې حقایق درک کوي، پر رسنیو یې باور له لاسه ورکړی او اوس طالبان له نږدې پېژني، نه یې له رسنیو اوري او نه پرې باور کوي.

داعش لا ننګرهار کې ظهور نه و کړی چې لایحه یې ننګرهار ته رسېدلې وه مګر ننګرهاریان تر اوسه دامارت له لوائحو ناخبره دي.

دداعش ‘دابق’ مجله له عراقه ننګرهار ته رسېدله مګر د امارت څرک او شهامت چینجیو ووهلې.

 

ملخص دا چې دعسکري جګړې ترڅنګ دفکري جګړې ارزښت له پامه غورځول، ځان تېر ایستل دي

دتلپاته او دایمي بریا لپاره افکار اصلاح کول غواړي، له ټوپکه وتلې مرمۍ که خطا سي بېرته نه راګرځي او له خولې وتلې خبرې چې دفکرونو د اصلاح لپاره وي ګردش کوي او دفکرونو پر اصلاح تمامیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button