خواجه اصف: د تورخم دروازه د بشپړېدو په حال کې ده، ډېر ژر به یې پرانسته وشي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پرون د یاد هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل، چې د تورخم دروازه د بشپړېدو په حال کې ده، ډېر ژر به یې پرانسته وشي.
اصف زیاته کړې ، چې د تورخم له لارې هره ورځ تر شل زرو کسان تګ راتګ کوي، چې د امنیتي تدابیرو له سختولو سره سم په دواړو خواوو کې امنیت هم نسبتا ښه شوی دی.
وزیر همدا راز وویل، چې د تدابیرو له سختولو وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته او له پاکستان څخه افغانستان ته راتلونکي او تلونکي خلک باید ویزه واخلي. د هغه په وینا په دې سره به دواړه هېوادونه پر یو بل دا تور نه پورې کوي چې ترهګر یې له پولو ور اوړي.
خواجه اصف په خبرو کې دا هم وویل، چې د تورخم تر څنګ به هغه دوه سوه د تګ راتګ نورې وړې لارې هم تر څارنې لاندې ونیسي، چې خلک ورباندې غیر قانوني تګ راتګ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سبا به د پاکستان يو نظامي پلاوی کابل ته راشي او د دواړو هېوادونو نظامي کمیسون غونډه کې به د ترورېزم سره د مبارزې او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.
په غونډه کې به د پاکستاني پلاوي سربېره د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو د اوپراسيون رييسان هم گډون وکړي.



