د پکتیا قومي مشران: ګډ حکومت یو ناکام حکومت دی، د ستونزو د حل لپاره باید لویه جرګه جوړه شي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی

پرون د پکتيا ولایت سلګونو قومي مشرانو یوه غونډه وکړه، چې په کې یې د حکومت پر ځينو کړنو نيوکې وکړې او د حل لپاره يې د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

دغه غونډه د یاد ولايت د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ په مشرۍ پرون جوړه شوې وه، چې د قومي مشرانو تر څنګ د ولایتي شورا او مدني ټولنو يو شمېر غړو هم  په کې برخه اخيستې وه. یادو مشرانو ګډ حکومت یو ناکام  حکومت بللی او د ستونزو د حل په موخه یې د لویې جرګې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د پکتيا  د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکني وویل: موږ دغه غونډه په دې موخه رابللې، چې خلکو ته وښيو حکومت پر کومې خوا روان دی او د دې ستونزو د حل لپاره لارې کومې چارې په ګډه ترسره کولای شو.

هغه دا هم وویل، چې د ګډ حکومت تر جوړېدو وروسته امنيتي حالات خراب شوي، په ادارو کې نيم کسان ولسمشر او نيم کسان د اجرائيه رييس له لوري ټاکل کېږي او په دې برخه کې وړتياوې په پام کې نه نيول کېږي.

نوموړي ويلي، چې دې ستونزو ته په کتو سره ډېرى قومي مشران او خلک پر دې سلا شوي، چې بايد يوه دوديزه لويه جرګه راوبلل شي تر څو دې ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

په دې غونډه کې قومي مشر پاچا خان ځدراڼ وویل: له کومې ورځې، چې د ګډ حکومت  بنسټ اېښودل شوی له هماغې ورځې د حکومت ټولې چارې ګډوډې دي، اقتصادي او امنیتي وضعه مخ په خرابېدو ده.

ځدران ویلي، چې په هر وزارت، په هره اداره او په سفارتونو کې پنځوس- پنځوس سلنه خلک د ولسمشر او اجرائيه رياست له خوا معرفي کېږي، چې دې کار خورا زیاتې ستونزې زیږولي دي.

نوموړي په حکومت تور پورې کړی، چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د داسې کسانو د ګومارلو هڅې روانې دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر او اجرائيه رييس لپاره کار وکړي.

پاچا خان ځدراڼ دغه راز وايي: موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې يوه عنعنوي لويه جرګه راوبلي.

تر دې وړاندې هم په خوست کې یوه غونډه شوې وه چې په کې د لویې جرګې د رابللو غوښتنه شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button