د امریکا د همجنسبازانو په یوه بل شپني کلب برید شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی

د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ مایرز ښار کې په یوه شپني کلب وسله وال برید تر سره شوی، چې۲ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د سي ان ان تلویزیون په خبر کې ویل شوي، چې برید په سیمه اییز و خت سهار شوی، چې ۲ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي، چې ټپیان ځايي عامه روغتون ته لیږدول شوي، چې د ځینو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

برید د همجنسبازانو په ((پالس)) نومې کلب هغه وخت شوی، چې په کلب کې د ځوانانو یوه میله وه او پولیس افسران هم ورته رابلل شوي وه.

 د کلب خاوند، کريستوفر هانسن ويلي: ما هيڅ نخښه ويشتونکی ونه ليد، ما يوازې ليدل چې خلک څنګه پر ځمکه لويږي. هانسن هم له نورو خلکو سره يو ځای د شاتنۍ دروازې د لارې له نڅاځای څخه وتلی وو.

ځایي پولیسو ویلي، چې برید ګر د کلب پر ودانۍ او ولاړو موټرو ډزې وکړې، برید ډېر ناڅاپي و، مونږ هیڅ پوه نشو چې برید څنګه وشو، له برید وروسته ورخطايي خپره شوه، مونږن مه ځوابي ډزې وکړې.

تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې برید چا وکړ، خو پولیسو یو مشکوک کس نیولی، چې د بریدګر ګومان پرې کیږي.

تر اوسه پورې د بریدګر په اړه پوره معلومات نشته.

د «پالس» په نوم کلب په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي : ټول ووځئ او منډه ووهئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button