ټيپو سلطان شهید (لسمه برخه)

په تیر پسې……
د سازش دریم خبر د «کړپه » څخه د عبدالحلیم خان د ورور د بغاوت وو، هغه هملته خپله خپلواکي اعلان کړې وه. هغه په (مچلي بندر) کې د انګریزانو سره ژمنه کړې وه او د هغې وروسته یې خپلواکي اعلان کړه څلورم او اخري خبر د کنانه د بغاوت وو چې هلته «بالیابنو» په بغاوت او سرکشۍ لاس پورې کړې وو.
سلطان ټیپو په ټولو معاملاتو باندې په یوه ځل نظر وځغلاوو او د هغوی ټولو په اړه یې په یوه وخت کې احکامات جاري کړل.
سلطان، بدرالزمان نائطه، صلابت خان بخشي، میرغلام علي او میر معین الدین خان د انګریزانو سره د مخامخ کیدو لپاره په «پائین ګاټ» کې پریښوول او پخپله د حیدرنګر لوري ته وخوزید.
«چنګي ګاټ» ته درسیدو سره سم یې محمدعلي کمیدان د ستر شامیاني د ځپلو لپاره سرنګاپټم ته ولیږه، داسې معلومیږي چې دا هماغه ستر شامیاني وو چې پخوا د والاه محمدعلي له خوا په ارکاټ کې د هغه د درباریانو څخه وو. بیا د والاه جاه د زوال نه وروسته هغه د میرصادق او یو شمیر نورو سره یوځای د نواب حیدرعلي خان خدمت کې حاضر شول.
د کړپه په لور یې قمر الدین ورولیږه، هلته د عبدالحلیم خان ورور د انګریزانو سره تړون لاسلیک کړی و اوخپله ازادي یې اعلان کړې وه .
د دې ټولو هیئتونو د تللو وروسته سلطان پخپله «دیون هلي، مدګري، او سرا» له لارې د «چتلارګ» شاوخوا سیمو ته ورسید.
د دې څلورواړو بغاوتونو او د قتل او غارت په وخت کې یو نوی اوپه زړه پورې داستان راوټوکید، دا په زړه پورې داستان د سرنګاپټم په دارالسلطنت کې را پیدا شو چې دهمغه لمړیو ورځو څخه د سازشونو مرکز ګڼل کیده.
دنواب بهادر حیدر علی خان د حکومت په وختو کې هم دلته څو ځلي دغسې سازشونه شوي وو چې پخپله پخپل مرګوني برخلیک اخته شوی وو. او اوس د سلطان ټیپو په خلاف هم دهمدغه ځایه یو ستر سازش د پراخیدو په حال کې وو. په دې اړه سلطان ته خبر ور کړل شوې وو. د همدې سازش د ځپلو لپاره محمد علي کمیدان د لښکرو سره یوځای سرنګاپټم ته استول شوي وو.
د دارالسلطنت سرنګاپټم په هر سازش کې به د راجمحل رانیاني، پخپله راجه، رنګنات، او د نورو مندرونو پنډتان او…. بالواسطه شریکیدل. په دې سازش کې هم دا ټول وګړي یو ډول نه یو ډول سره را ښکیل شوي وو. خو د سازش د اصلي څیرو په څیر به د شاهي محلاتو د قلعدار او ستر شامیان نومونه اخستل کیدل.
ګمان کیده چې دا سازش به کامیابیږي خو دا ډاګیزه نه وه چې پایلي به یې څه وي؟ خو دا چې مشهور دي چې د ګولیو په ټکار او د توپونو په درزودروځ کې هم د لیونتوب عشق شامل وي، ترډیره حده پورې سهی وه ځکه دلته هم همدا ډول حالات حاکم وو.
ویل کیږي چې د «نګو» په نامه یوه کنیزه د سرنګاپټم د قلعدار په ماڼۍ کې موجوده وه. دا کنیزه په ښایست او ښیګڼو کې بې مثاله وه، دنګو د ذات او مذهب په اړه هیڅ ډول معلومات نه وو او دا هم نه وه ډاګیزه شوې چې نوموړې دې محل ته څنګه او د چا له اړخه راوستل شوي وه. په هر حال د دې خبرې ثبوت شته چې نګو په راج محل کې نژدې یو کال تیر کړی وو. او د خپل ښایست او ښه خوی له مخې یې د ټولو رانیانو، راج ماتاګانو او د راج محلونو د ملازمینو زړونه خپل کړي وو.
د هندو رانیانو تر منځ د دومره مقبولیت وروسته هم نګو ته هغه ځای خوند نه ورکاوه او د راج ماتا او دهغه ځای د یوې راني تر منځ د ناخوالو په واسطه د هغه ځایه وویستل شوه. راج ماتا او راني دواړو شک کاوه چې نګو د هغه بل لورې لپاره جاسوسي کوي. په دې خاطر یې هغه دهغې ځایه وویستله او ستر شامیاني ته یې ورحواله کړه، او پدې توګه یې د دې ستري فتنې څخه د تل لپاره ځانونه خلاص کړل.
کله چې ستر شامیاني د نګو ښایست او اخلاق وکتل، حیران پاته شو،هغه دغه کنیزه په دې خاطر چې یوه مسلمانه بې اسرې نجلۍ ده د «سلطان ټیپو مور» فاطمه بیګم ته ورحواله کړه، او دغې نجلۍ هم د همغې تر سیوری لاندي خپل ژوند پیل کړ.
فاطمه بیګم د نګو ښایست او اخلاقو د اغیز لاندی راوړه او هغه یې د خپلو کنیزانو په ډله کې شامله کړه. دا د نګو د عروج وختونه وو. خو څه موده وروسته په محل کې یو بل سازش وشو او د دی سازش ټول الزام د نګو په اوږو پریوت.
نګو د سلطان د مور خدمت ته نوې نوې راغلې وه. پدې خاطر یې خپل سپینوالی په ښه توګه وړاندې نه شو کړای. پدې خاطر فاطمه بیګم هغه د قلعدار په لاسو کې ورکړه او حکم یې ورته وکړ چې دا سازشي کنیزه سمدلاسه ووژني.
مګر….. بدقسمته یا خوش قسمته نګو د مرګ څخه وژغورل شوه، د هغې ښایسته صورت دلته هم کار وکړ، قلعدار هغه خپله وینځه وګرځوله، خو فاطمه بیګم ته یې ډاډ ورکړ چې نګو یې په خپله سزا رسولې ده.
نور بیا…



