خوږیاڼی: ننګرهار کې د داعش ډلې لوړپوړی قوماندان سعد امارتي ووژل شو

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي: قومندان سعد اماراتي پرون ماښام مهال د کوټ ولسوالۍ په سرای بازار سیمه کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د مخامخ جګړې پر مهال ووژل شو.

ویل کیږي، چې سعد اماراتي د داعش ډلې نظامي مرستیال و او په وروستیو کې په کوټ ولسوالۍ کې د جګړې رهبري پر غاړه درلوده.

تر اوسه پورې د داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې څه وخت مخکې هم دولتي ځواکونو د سعد امارتي د وژلو خبر ورکړی و، خو وروسته معلومه شوه چې نوموړی ژوندی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button