د ازادۍ زیري

غزل

د ازادۍ زیري د هسک پامــــیر له سره راغـلل

له لرې لرې راته ښکاري له سنــــــګره راغـلل

د ازادی امــام زلمي په خندا غیــــږ کې نیـسي

بیا د جهاد د بري زیري له ممبــــــــــــره راغـلل

د شـــــیطانـانـو ټول صفـــــــونه یې ور ونـــړول

چي راڼه ستوري پرې د ستورو له لـښکره راغلل

تورې تیارې هـم په ژړا له پــــورې کلـــــي لاړې

چې پرســــــــینه یې ګوزارونه د ژېړ  لمره راغلل

وګورئ! بیا زلمي تاریخ کې نوی باب جــــوړوي

چې بریمن په هسکه غاړه له سنـــــــګره راغــلل

د شهادت عروج ته هسک شول شازلمي په خندا

چي یې پر ژبــه ها یادونه له  خــــــــيبره راغـــلل

د زلمو حسن کي خوښي او خوشحالي ښکاریږي

لکه د کــوم ښکاري په لاس کي مرغلره راغــلل

(جهادمل) بیا اورم د ښکلو شــازلمو ســـــــندرې

زلمــي نن بیــا د ازادۍ وايــــي سنـــدره راغــلل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button