طالبان: فراه کې مو د افغان پوځ چورلکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ زرغون خوږیاڼی

طالبانو رسنيو ته په يوه رالیږل شوي خبر پاڼه کې ښکاره کړې، چې دوی په فراه پشتردو ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو يوه چورلکه، د دهشکې په مټ رانسکوره کړې او پکې ۲۲ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د فراه ولایت پشتردو ولسوالۍ امنیتي پوستې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي، افغان کومانډويي عسکر د پوستو د دفاع لپاره د چورلکو پر مټ سیمې ت راغلل، په نتیجه کې د کومانډويي عسکرو یوه چورلکه د دهشکې پر مټ وویشتل شوه او ۲۲ کومانډويي عسکر مړه او ټپیان شول.

افغان ځواکونو د چورلکې د نسکورېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو يادې ولسوالۍ ته یې د تازه دمو عسکرو د لیږلو خبر ورکړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button