ترکیه: په چاودنو کې ۵ عسکر ووژل شول

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۷ زرغون خوږیاڼی

د ترکیې رسنیو ویلي، چې د ترکیې په سیرت ولایت کې د سرک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د ترکيې ۳ عسکر ووژل شول او ۲ تنه نور یې ټپیان شول.

همدارنګه یو بله برید د ترکیې په حکاري ولایت کې د پولیسو د تالاشۍ  پر پوستې  د موټر بم پر مټ چاودنه وشوه، چې په کې ۲ پولیس ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپيان شول.

د ترکیې چارواکو ویلي، چې په دې چاودنو کې ۱ ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

امنیتي چارواکو د بریدونو نه وروسته په سیرت او حکاري ولایتونو کې  د ترهګرو پر خلاف پراخه د پلټنې عملیات پیل شول.

ترکي چارواکو د یادونو پړه پر کردي یاغیانو یا پي کا کا باندې اچولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button