افغان مهاجرین: د پېښور په کونسلگرۍ کې جوړ شوي پاسپورتونه نه منل کيږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۸) زرغون خوږیاڼی
هغه افغان کډوال چې اوسمهال په پېښور کې اوسیږي د مشکلاتو د حل په موخه یې هم هلته پاسپورټونه جوړ کړي دي، چې اوس یې د پاکستان حکومت نه مني.
يوشميرافغانانو شکايت کړى د پېښور په کونسلگرۍ کې پرجوړشوې پاسپورټونو دپاکستان حکومت په تورخم کې د(خروجي) ټاپه نه لگوي.
مهاجر وايي، چې د پاکستانیو چارواکو له خوا ورته ویل کیږي، چې دا ناچله دى او نه منل کيږي.
په پېښور کې پر٢کلن پاسپورت ٦٠ ډالره او ٥ کلن پاسپورت باندې ١٢٠ ډالره اخستل کيږي.
افغان مهاجرو په حکومت غږ کړی، چې عرض یې واوري ځکه ډيرو افغانانو دا پاسپورتونه اخيستې دي.
افغان مهاجرو غوښتي، چې باید کونسلګرۍ ورته یو لیک ورکړي تر څو په افغانستان کې د پاسپورتونو په نوي کولو ورڅخه نور لګښت وانه خلي.



