ننګرهار: ۱۲ امریکایي عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۸ بصیراحمد پاڅون
تیره شپه امریکایي عسکرو د افغان کوماندو عسکرو په ملتیا غوښتل چې چې د چپرهار ولسوالۍ په ترکو کلي پر طالبانو چاپه ووهي له چاپې وهنې وړاندې طالبانو پر امریکایي عسکرو برید وکړ.
طالبان وایي چې ۷ تنه امریکایان یې وژلي او پنځه تنه یې ټپیان کړي دي،
طالبان وایي چې د امریکایانو ترڅنګ یې افغان عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولي ده.
همدا نن له بګرامه د امریکایي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر نه په یوه خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د هیواد په ختیځ کې یې پنځه تنه عسکر ټپیان شوي خو د وژل شویو پوځیانو په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ۲۰۱۴ کې امریکایي ځواکونو خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه مګر بیا یې هم په جګړو او چاپو کې برخه اخیسته خو رسنیو ته به یې پدې اړه څه نه ویل، همدغه راز یې د خپلو وژل شویو او ژوبل شویو امریکایي پوځیانو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکول، خو پدې نږدې وروستیو کې د امریکا ولسمشر یوځل بیا امریکایي عسکرو ته د زیات واکونو او صلاحیتونو په ورکولو سره په جګړو کې برخه اخیستل رسنیز کړي دي.
امریکایي ولس په افغانستان کې د خپلو عسکرو مړینه بیځایه بولي او وایي چې جګړه یې بې هدفه او نه ګټونکي ده.



