کابل: د ولسې جرګې غړی خلیل الله اوریا په چاودنه کې ووژل شو

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۸ بصیراحمد پاڅون

نن ماښام د کابل په کوټه سنګي کې د ولسې جرګې د بشري منابعو د ادارې رئیس  خلیل الله اوریا اویوبل  تن په یوه چاودنه کې ووژل شول او درې تنه ټپیان دي خبر زیاتوي چې د وژل شوي وکیل په موټر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي و چې نن ماښام د کوټه سنګي د پل په سیمه کې منفجر شول.

تر دې وخته د ده د وژنې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستي.

ویل کیږي چې د ولسي جرګې د غړو امنیت د کورنیو چارو وزارت د پولیسو لخوا ساتل کیږي، دا چې د پولیسو په موجودیت کې بیا هم د ولسې جرګې د وکیل په موټر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای او منفجر کیږي جوتوي چې یا خو پخپله د ملي وحدت حکومت له خوا وژونکي پلانونه په لاره اچول شوي او یا هم د حکومت مخالفو وسلوالو د حکومت په امنیتي او دفاعي لیکو کې ژور نفوذ کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button