بلواکه چارواکي

قاري خالد

دمعیوبې ادارې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له مودو راهیسې د اسیایي هیوادونو له خوراک او پوښاک نه اجتناب غوره کړی.

اجرائیه رئیس د اسیایي خوراک په اړه وایي، چې بدن کمزوری کوي او پوښاک معیاري نه ګڼي، ځکه یې د امریکا په لاس انجلس کې د هاؤس آف بېژن پره نوم له داسې سنټر څخه لباس اخلي، چېرې چې عربي او اروپایي سرمایه داران خرېداریانې کوي.

د افغانستان ولس له لوږې تړپیږي، بچیان پلوري او د قوت لایموت لپاره کمکي ماشومان شاقه کارونو ته ورکوي، مګر صدراعظم یې په پنځه ویشت زره امریکایي ډالرو یو پتلون او په دولس سوه یوه نیکټایي په غربي بازارونو کې رانیسي.

جناب رئیس صاحب د خپل نازک صحت د ساتنې لپاره اسیایي خواړه نه خوري او افغان ولس مازې د هیپټایټس د تشخیص لپاره د ګاونډي هیواد ټولو ناکردیو ته زړونه نیسي او د سفر مشکلات یې ګالي.

چېرې چې د ولس پر ارمانونو د واکدارانو هوسونه او خواهشات غالب وي، هلته به د رغاوي او سوکالۍ خوبونه لیدل ‘اضغاث احلام’ نه وي؟

دا یې د اجرائیه رئیس حال دی، په خپله ولس مشر پر خپل وطن کې مساپر، مال ـ هال یې له هیواده بهر او ښځه او مېړه دلته دوه غوږه او یو سر ژوند تېروي.

۹۰% وکیلان او وزیران خارجي تابعیتونه لري، شتمنۍ او کورنۍ یې له هیواده بهر هوسا ژوند تېروي او دوی دلته د بېوسه ملت پر شتمنیو چور ـ تالان ګډ کړی.

همدا ډول ګورو، چې افغان ولس د مزدوریو لپاره د غربي او خلیجي هیوادونو مشکلات او سفرونه ګالي او ایمپورټډ وکیلان او وزیران له خارجه، دلته مزدورۍ ته راغلي.

د یو تاریخي او بېوسه ولس شتمنۍ چور کوي او پر سرنوشت یې خرمستیانې کوي.

په ملیاردونو ډالر راروان دي، د ملت برخه دلته بده ده، چې  چې پر یوه لار راځي او پر بله لار له هیواده ویستل کېږي.

نه پر ولس وېشل کېږي، نه د ولس دهوساینې لپاره په عمراني کارونو لګول کېږي او نه مسلکي کدرونو ته سپارل کېږي.

بس د مافیا بانډ واکمن دی او هر څه په خپلو کې سره ویشي.

پر ملت د رسنیو پر مټ د بېهوښۍ دوا پاشي، له یوه غر نه غوښه او له بله ښوروا ورته جوړوي او په همدې بګتیو خپل معیوب او بلواک نظام ته طوالت او ساه ورکوي.

تاسې دهیواد پوهنتونونه لټ پر لټ واړوئ که مو د کوم چارواکي اولاد ورکې پیدا کړ، پړ او مړ مې کړئ!.

دهیواد بانکونه ولټوئ، که مو د چارواکو سرمایه ورکې ومونده په دار مې وځړوئ!.

اې د دې چارواکو جیبونه وپلټئ که مو ورکې له ډالرو پرته افغانۍ ولېدې پر مخ لاړې راتف کړئ!.

دلته رشوت په ډالرو، تعامل په ډالرو، نو تاسو وا دا دومره پُر مصرفه ژوند به زموږ له وسه نه ووځي؟

اشغالګر همدا غواړي، چې د ملت مصارف زیات شي، چې بیا یې د پوره کولو لپاره بله چاره ونلري، طبعاً به د یرغلګرو د بقاء نارې وهي او په درغلیو به لاس پورې کوي.

لنډه دا چې ترڅو افغان ولس د بقاء قانون ونه پېژني او پوه نشي، چې الهي سنن بدلون نلري، تاریخ په سوال او د بل پر مټو نه جوړیږي، بریا د بل پر مټو نه اخېستل کېدای سي او نه راوارېدیدای شي.

تر هغو به د ذلت کندو ته غورځول کېږي او یو څو دګاڼه ضمیر خاوندان به یې پر شتمنۍ او سرنوشت مستیانې کوي.

نامراده دي هغه خلک چې د بل په زور او مرسته د بري او هوساینې خوبونه او خیالونه ویني او وهي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button